کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورنو له مخې، د پاکستان ملکي او پوځي چارواکي وايي، چې ددغه هېواد يو پوځي افسر په بلوچستان کې تر تښتول کيدو وروسته وژل شوی دی.
نوموړی وژل شوی «ډګروال لئیق بېګ مرزا» په کوټه کې د کورجوړولو پوځي ادارې ډي ایچ اې د افسر په توګه دنده لرله، چې د جولای ۱۲ او ۱۳ مې تر منځ شپې مهال تښتول شوی و.
پرون پنجشنبه سهار د بلوچستان بېلتونپالو (بي ایل اې) په یوه اعلامیه کې د ډګروال لئیق تښتولو مسوولیت په غاړه اخيستی و.
د پاکستان پوځ رسنیزې څانګې ای اېس پي ار په یوه اعلامیه کې د نوموړي وژل کېدو تاييد تر څنګ ویلي، د چټک غبرګون کوماندو پوځیانو په چورلکو کې د سړي تښتوونکو تعاقب کاوه، او وسله والو ”د محاصره کېدو له ډاره ډګروال لئیق وواژه. ” او له پوځیانو سره په متقابلو ډزو کې دوه وسله وال هم وژل شوي او پاتې نور په داسې حال کې په تېښه بریالي شول، چې د ډګروال لئیق يو خپلوان عمر یې هم له ځان سره بیولی دی.
















