بغلان: د ترافيکي پيښې له امله ۸ تنه مړه او ۱۱ ټپيان دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، په بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه ‏د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د یوه مسافر وړونکي بس او د یوه ټیلر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

روغتيايي مسولين وايي، چې د ټکر په ترڅ کې ۸ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د پلخمري د ولايتي روغتون د جراحي څانګې يو تن مسول ډاکټر عاشق الله وزيري د ټپي کسانو وضعيت نازک ښودلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button