حامد افغان
حدیث کې راغلي: چا نه چې مشوره وغوښتل شي؛ هغه به په امانت سره مشوره ورکوي، (المستشار مؤتمن. رواه الترمذي)، یعني یواځې د مشوره غوښتونکي خیر او ګټه به په نظر کې نیسي او د خپل علم او تجربو په رڼا کې به په اخلاص سره مشوره ورکوي.
کیسه
زیاد بن ابیه د عراق والي و، ډېر سفاک او ظالم و، په لاس یې داسې مرض ولګید چې پورته روان و او لاس یې خوړ، طبیبان یې په لاس پرېکولو کې شکمن وو، چا ویل باید پرې شي او.چا ویل نه. په دې باره کې ده له قاضي شریح نه مشوره وغوښتله، هغه ورته وویل: چې طبیبان شکمن دي، خبره یقیني نه ده، نو زما مشوره دا ده چې مه یې پرېکوه.
قاضي شریح رحمه الله ته چا وویل: ولې دې د لاس پرېکولو مشوره نه ورکوله، له دې ظالم نه به لیږ خلک په ارام شوي وو؟! شریح ورته وویل: زړه مې غواړي چې الله تعالی یې بدن ټوکړه ټوکړه کړي، خو حدیث کې راغلي چې (المستشار مؤتمن).
الکامل في التاریخ لابن الأثیر