د اسلامي امارت زعیم: پر چارواکو له واقعیته لرې نقد کول شرعا جواز نه لري

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د اسلامي امارت زعیم شیخ “هبة الله اخوندزاه” ویلي، چې د اسلامي لارښوونو سره سم پر مسوولینو بې ځایه تورونه لګول او له واقعیت څخه لرې نقد کول شرعاً جواز نه لري.

نوموړي ویلي شایعات خپرول په اسلام کې ځای نه لري او د مسلمانانو تر منځ هم د کرکې لامل ګرځي، اعتبار او باور له منځه وړي او همتونه کمزوري کوي.

دغه راز د اسلامي امارت د زعیم په پیغام کې راغلي: کوم عسکر ته لاس اچول، یا یې جامې څیرل او یا هم بد رد ورته ویل، په دې کې سزا ورکول کیږي او د جامو څیرلو تاوان ورڅخه اخیستل کیږي.

د شیخ هبة الله ویلي په خبره د قضایي محکمې سپکاوی او قضایي مجلس د اخلالولو په صورت کې قاضي سزا ورکولی شي خو عفوه بهتره ده.

په پیغام کې دغه راز راغلي: چې یادې اسلامي لارښوونې  د ټولو هیوادوالو او خبري رسنیو لپاره شرعي مسوولیت جوړیږي، چې عمل ورباندې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button