افغان زلزله ځپلو سره د ګاونډیو هیوادونو مرستې

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان په پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې وروستیو زلزلو په پایله کې یې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته زرګونه کورونه ویجاړ یا زیانمن شول ورسره همهاله د نړيوالو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هیوادونو بشري مرستې افغانستان ته را ماتې شوې چې افغان ولس یې مننه کوي
دغه زلزله چې ټول افغانستان یې ولړزاوه خو په خوست، پکتیا او پکتیکا کې یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.
له زلزلې سره هم مهاله د اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرست حکومت، په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ملي، ټولنیزو او فرهنګي شخصیتونو مرستې وکړې ترڅو د زلزله ځپلو لومړنۍ اړتیاوې بشپړې او د ټپیانو ښه درملنه وشي.
د مرستو په لړ کې ملګرو ملتونو، پاکستان، ترکیې، عربي اماراتو، ایران او ګڼو هېوادونو مرستې وکړې.
پاکستان پر سرپنا او خوراکي توکیو سربېره د ټپیانو د درملنې په موخه روغتیايي ټیمونه او درمل پر وخت سیمې ته ورسول دارنګه یې پر غلام خان بندر سربېره تورخم او نورې لارې هم د زلزلې د ټپیانو لپاره پرانیستې ترڅو د زلزلې ټپیان له ویزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته لاړ شي او په دولتي روغتونونو کې یې درملنه ترسره شي.
د غلام خان بندر او تورخم په صفري نقطو کې د پاکستان له لوري روغتیايي ټیمونه او امبولانسونه موجود وو چې د ټپیانو ، بیړنۍ درملنه یې په صفري نقطو کې ترسره او د لا ښې درملنې په موخه د پښتونخوا صوبې بیلابیلو روغتونونو ته ورسول شول.
دغه راز د مرستو په لړ کې روغتیايي وسایلو، درملو او خوړو مرستې د تورخم، غلام خان بندرونو او الوتکو له لارې افغانستان ته رارسیدې او افغان چارواکو ته وسپارل شوې.



