امین وردګ
ښه مې په یاد دي چې په ۱۳۸۶ کال کې هم لا چا د طالب او مجاهد نوم سم نشو اخیستلای، چې همدغه زما د علني بیعت لومړی کال هم ؤ.
دا کال دقیقاً د تبلیغاتي جګړې همغه کال ؤ چې؛ د امریکایانو د ټانګونو لوري ته به مرمۍ کږېدلې؛ د امریکایي وسائطو او وسائلو خوا ته به چې چا د خپلې وسلې میل سم کړ، نو وار له مخې به کوږ شو؛ په ځمکه کې به دننه هم غربیانو یو انج قدر شیان لیدل ځکه خو به چا د اړتیا پر مهال هم خپله وسله نشوای خښولای چې مبادا غربیان به یې وویني خو دا او دغو ته ورته ټول دروغجن تبلیغاتي طلسمونه د وردګو په تنګي دره کې شهید حاجي فضل الربي، شهید مزمل آخنذاده سره یې له سنګري ملګرو ورمات کړل او مخامخ یې د راکټ وار پرې وکړ چې نه یې میل کوږ شو او نه مرمۍ، بیا وروسته اتل شهید غلام حضرت (ایوبي) د دوی هغه لویه چینوک الوتکه هم په راکټ وروویشته او ټوله سورلي یې پکې لولپه کړه.
د ټولې سورلۍ د ختمېدو ستر لامل (د الهي مرستې تر څنګ) دا هم ؤ چې؛ الوتکه پر سیند پورې – ورې ولوېده او ونښته؛ شاتنۍ اضطراري دروازه یې خلاصه نه بلکې بنده پاتې شوه ځکه خو ټول پکې کوفته او کباب شول.
په دغو، له دغو ور مخته او یو څه شاته کلونو کې خو له طالبانو سره همکاري، له هغوی سره مالي مرسته او ډوډۍ ورکول (د لاسپوڅو په ګمان) تک شین کُفر ؤ.
علني ملګرۍ به بیخي لوی زړه غوښت او د وسلې اخیستل خو نو اوهو…!
مګر نن راشئ! په صوفوفو کې مو هره ورځ غله، لوطیان، زانیان، غاصبان، اربکیان،جاسوسان، پوډریان، بازینګر، کوټګر، ښوی مخي هلکان او نرښځیان – ښه په پېخر ننه ایستل کیږي؛ چې د هر یوه فورمه وګورې نو یوه خائن به یې د دلګۍ تصدیق هم کړی وي، پدې بهانه چې ګواکي: دا کس د ده نفوذي ملګری ؤ، حال دا چې ده به خپله هم هېڅ نه وي کړي وار خو یې د دغه دروغجن نفوذي شو.
خو تر ټول بده یې د پی مخو هلکانو ګرځوول دي او که تاسو وګورئ نو په زیاترو ادارو کې شته او د (شهید وارث) نوم یې پرې ایښی، یا وایي چې: کورنۍ یې مجاهده ده خو سرپرست نه لري او په دغه ډول یې له ځانونو سره ساتي.
نوټ: (ریښتینی مجاهد او پاک دیني عالم ترې مستثنی دي؛ ځکه چې دا دواړه قشره هېڅکله هم داسې پلیت کار نه کوي، بلکې د دوی له نومونو څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږي چې دا کار د دښمن دی او د پردې تر شا غواړي زموږ د پاک صف دا سپین رنګ واړوي )
دا ځینې ارزال بیا له دې امله ښوی… هلکان ورسره ساتي چې لورانې ورکړي او خورانې یې ترې وکړي.
پرون به دا ځینې…لکه سپي داسې په مجاهدینو پسې غپېدل خو نن همغوی ګیرې هم پريښې او څڼې هم، نن یې برګې کورتۍ اغوستې او تک سپین پاجونه یې هم تړلي، خلک به قاري صاحب ورته وایي او تر مجاهدینو به لوړې خبرې کوي.
دا خو هم خیر! هغه د پخوانۍ ادارې کارمندان وګورئ! اوږدې ګیرې او خورې څڼې یې اوس پریښې او بیا یې نو ښه تور او سپین پاجونه هم پسې تړلي دي.
تاسو یو کال نور هم غوږ ونیسئ! بیا نو که مېړونه وئ تورزن او راهزن به پکې وپېژنئ.
نه نه! زه وایم چې (پر هر چا باور کول صداقت نه دی حماقت دی!) دښمن ورځ تر بلې خپل کسان په حاکم نظام کې د ملي وحدت تر انګېزه لاندې او د خپلوۍ – ملګرۍ په زور ننباسي او غواړي چې سپېڅلی صف مو په دغه نیرنګ سره بدنام کړي.
یو کال وروسته به داسې پېښې ډېرې رامنځته شي چې د اصلي مجاهد غږ به څوک په دولتي ادارو کې سم نه اوري.
زه فکر کوم چې دا یوه استخبارتي طرحه ده او په سیستماتیکه توګه تطبیقیږي، خو د مسؤلو مشرانو چندان ورته پام نه دی.
زه یقین لرم چې دوه کاله وروسته به ډېر مجاهد ملګري له دندو لیرې کړل شي او پر ځای به یې د لائقو او مسلکي کسانو په نوم د امارت بنیادي دښمنان په دندو وګومارل شي؛ چې دا یو حرفوي پلان دی، نو که سمه او ځیرکانه توجه ورته و نه شي – پلی کیږي.
که چېرې مشران ملګري دغې حساسې نکتې ته جدي توجه و نه کړي، نو شل کاله وروسته به د دغو پلیتو اقشارو پر مټو حتماً نظام ړنګیږي.
زه وحدت او نېک تعامل غواړم؛ خو نه تعاملي نظام.
تعاملي نظام د هېچا په ګټه هم نه دی.
دوی پوره شل کاله د غرب جوټې وخوړې او د هغوی د خرمستیو ښکار شول، د هغوی د خوشالولو لپاره به یې زموږ د شهیدانو پاک اجساد پر مرداریو ویشتل او د خپلو خویندو او لوڼو عزت یې هغوی ته ډالۍ کړی ؤ؛ نو څرنګه به سړی باور پرې وکړي.
زه د اسلامي امارت دا د بښنې موضع په زرینو ټکو ستایم، دا یې تر ټولو ښه او د مېړو کار وکړ، خو شریک نظام ورسره جوړول او هغوی ته د مهمو کارونو د واک سپارل بیا د شهیدانو له وینو، د غازیانو له ارمانونو او مقدسو اهدافو سره ښکاره خیانت دی.
موږ مبارزه د دې لپاره نده کړې چې د وینو پر مېوه مو له دښمن سره معامله وشي.
زما دا د تصفیې حرکت ډېر خوښ دی خو کاش چې د هغوی عمل هم کاملاً شفاف او عادلانه وای.
زه وایم چې دوی باید له نظام څخه هاغه قانوني؟! غله هم لیرې کړي چې نه په ښځو مړیږي او نه په منظرو او موټرو؛ نفلي حجونه هم په داسې حال کې کوي، چې ملت مو لوږې او نېستۍ پسې اخیستی.
ما مخکې داسې فکر کولو چې؛ اسلامي امارت خپل ټول دښمنان وځپل او مات یې کړل، نو نور هېڅ داسې حرکت نه دی پاتې چې حاکم نظام چلینج کړي اما اوس مې پام شو! چې دښمن مو دومره هم شغال نه دی لکه موږ چې فکر کوو! دښمن مو یقیناً ځیرک دی او کلک هوډ لري چې نظام له دننې خوا وروست کړي.
دښمن مو یقیناً توانا دی! ځکه خو یې تنها په یوه کال کې حدوداً څلوېښت سلنه خلک زموږ په حکومت کې دننه کړل او زه یقین لرم چې که د دغو خلکو مخنیوی پر وخت و نه شي په راتلونکو کلونو کې به د دوی سلنه زیاته او زموږ کمه شي، نو باید چې موږ ټول د دغه ګراف د ارتقا مخه ونیسو او راټیټ یې کړو.
زه په زغرده وایم چې: په ټولو ادارو کې اوس تر مجاهدین منافقین زور دي او که څوک دا خبره نه راسره مني نو تجربه دې وکړي! یو وار دې یو داسې مجاهد کوم دولتي ارګان ته د یوه کار د خلاصون لپاره ولیږي چې آرام خویه او حیاناک وي، بل وار ته دې د پخوانۍ ادارې همغه کارمند چې پخوا له طالبانو سره نسبتاً حساس ؤ او جمهوریت ته وفادار – ولیږي نو توپير به یې پخپلو سترګو وویني او دا به ورته جوته شي چې؛ ټوله اداره همغه پخوانۍ ده، فقط رنګ یې اوښتی، نو ځکه خو فکري تعصب او انتقامي عقدو لا زور اخیستی دی.
بیا هم دا خبره تکراروم چې: یو کال وروسته به تورزن او رهزن یو شي.
زموږ خو ویل وو، نوره مو خوښه!