اوکراین: د روسیې هوایي بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (جمعه، ۷ زمری، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې روسیې ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین په ګڼو ښارونو مرګوني هوایي او توغندیز بریدونه کړي دي.

اوکراییني چارواکي وايي، پر مرکزي ښار کروفینېڅکیې د یوه هوایي برید له کبله پنځه کسان وژل شوي او ۲۶ کسان ټپیان شوي دي.

په ورته مهال په ختیځه بخموت سیمه کې د یوه بل برید له کبله درې کسان وژل شوي دي.

پلازمېنې کیېف ته نژدې یوه پوځي مرکز کې هم ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button