چین: د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۱ل)

چین وايي‌ هېڅ وخت به د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله و نه کړي.

په کابل کې د چین سفیر په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي‌ چې دوی له افغانستان سره پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې اړیکې غواړي او هغه ګنګوسې بېځایه دي چې ګواکي چین په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو په لټه کې دی.

د وانګ یو په خبره دوی په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره خپلو همکاریو او له افغان حکومت سره اړیکو ته ادامه ورکوي‌ او په دې باور دي چې د دواړو ملتونو ترمنځ ښې اړیکې د ټولو په ګټه دي.

باید وویل شي چې د چین ولسي جمهوریت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې راتلونکو ورځو کې افغانانو ته د وېزې د ورکړې بهیر پیلوي او همدا راز یې پر ۹۸ سلنه افغان محصولاتو مالیات هم معاف کړي دي‌ او افغان سوداګر کولی شي‌ خپل توکي د چین تر بازارونو ورسوي

مربوطه مطالب

Back to top button