په دو جلا- جلا پېښو کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۱ل)
راپورونه وايي، چې د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له کبله ۴ تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د شولګرې امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، پېښه پرون مازیګر د کرولا او بار وړونکې واسطې د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، چې نن سهار د دغه ولايت په نورک سيمه کې د سراچې او ټيلر موټرونو د ټکر له کبله ۴ تنه مړه شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
دغه راز د دايکندي ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې هم يو سراچه موټر له ټيلر سره ټکر کړی چې له کبله يې ۱ تن مړ او ۴ نور ټپيان شوي دي.
په دې پېښو کې د ځينو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شول شوی دی.
دا پېښې د موټر چلوونکي بې احتياطي او د لارو خرابوالي د يادو پېښو لاملونه ښودل شوي دي.



