ژباړه: احمد هلال
ایمن محمد ربیع الظواهري د مصر په پلازمینه قاهره کې د ۱۹۵۱م کال د جون په ۱۹مه نېټه په یوه علمي او متدینه کورنۍ کې زیږدلې و او پنځلس کلن و چې د اخوان المسلمین ګوند غړیتوب یې ترلاسه کړ.
نیکه یې شیخ محمد احمد الظواهري د الاظهر نړیوال پوهنتون استاذ، پلار یې محمد الظواهري د درملو جوړولو په یوه کارخونه کې د درمل جوړولو استاذ او یو تره یې د عرب لیک لومړی سکرتر و.
نوموړي په ۱۹۷۴ م کال کې د قاهرې په نړیوال پوهنتون کې زده کړې بشپړې کړې او په ۱۹۷۸م کال کې یې له همدې پوهنتون څخه په جراحۍ کې د ماسټړۍ سند تر لاسه کړ.
الظواهري په لومړي سر کې د کورنۍ د دودونو سره سم، د قاهرې په یوه څنډه کې یو طبي کلینیک جوړ کړ، خو ډیر ژر یې یوځل بیا اسلامي سیاست ته مخه کړه او په هغو لاریونونو کې یې برخه واخیسته چې د مصر د هغه مهال د حکومت د نسکوریدو غوښتنه یې کوله.
نوموړی په ۱۹۷۳ م کال کې د مصر له اسلامي جهاد ډلې سره یوځای شو او په ۱۹۸۱ کال کې د هغه وخت د مصري ولسمشر انور سادات په وژلو تورن شو.
سادات له اسراییلو سره د سولې د تړون په لاسلیکولو سره د اسلامپالو فعالانو غوسه راپارولې وه.
د محاکمې په یوې غونډې کې الظواهري د تورنو کسانو د ویاند په توګه راڅرګند شو، ځکه چې هغه په انګلیسي ژبه روانې خبرې کولی شوې. الظواهري محکمې ته وویل: “موږ مسلمانان یو چې په خپل دین باور لرو او د اسلامي دولت او د اسلامي دولت د تاسیس په لټه کې یو.
که څه هم نوموړی ته د سادات د وژنې په قضیه کې برائت ورکړل شو، خو د غیرقانوني وسلو درلودلو په تور په درې کاله بند محکوم شو.
الظواهري تر خوشې کېدو وروسته مصر پریښود او په ۱۹۸۵م کال کې سعودي عربستان ته ولاړ.
خو نوموړی په سعودي کې ډېر تم نه شو او پاکستان ته لاړ او د شوروي لښکرو پر وړاندې د جګړې لپاره افغانستان ته راغی او په ۱۹۹۳م کال کې د اسلامي جهاد په نوم یوه وسله واله ډله جوړه کړه چې فعالیتونه یوازې افغانستان پورې نه و محدود بلکې د مصر په ګډون یې په ځینو هیوادونو کې بریدونه وکړل، د مصر د پخواني لومړي وزیر عاطف سدکي د وژنې په ګډون په ۱۹۹۷م کال کې د سلګونو غربي سیلانیانو په وژنه کې هم پړ وبلل شو، چې له امله یې مصري محکمې ورته په غیاب کې د مرګ سزا واوروله.
الظواهري د نویمې لسیزې تر لومړیو افغانستان کې پاتې شو وروسته سوډان ته لاړ او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال یوځل بیا افغانستان ته راغی، او خپله جهادي اسلامي ډاله یې د شیخ اسامه بن لادن په رهبرۍ القاعده تنظم کې مدغم کړه، الظواهري کلونه د شیخ اسامه مرستیال پاتې شو او په ۲۰۱۱م کال کې د نوموړي تر وژل کېدو وروسته د القاعدې نړیوال جهادي غورځنګ مشر وټاکل شو.
ایمن الظواهري امریکا ته د مطلوبو کسانو په فهرست کې دویم تر ټولو مطلوب کس و امریکا ادعا کوي چې نوموړی په ۱۹۹۸م کال کې د ختیځې افریقا په هیوادونو تنزانیا او نیروبي کې د امریکا په سفارتونو د خونړیو بریدونو اصلي طراح و، په دغو بریدونو کې چې په یوه ورځ ترسره شول تر ۲۰۰ ډیر امریکایان وژل شوي وو.
دغه راز الظواهري په امریکا کې د د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې د خونړیو بریدونو اصلي تراح هم بلل کېږي چې تر دغو بریدونو وروسته امریکا پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو لومړۍ واکمني یې نسکوره کړه.
الظواهري او ملګرو یې افغانستان پرېښود او په غالب ګمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ په غرنیو قبایلي سیمو کې ځای پرځای شول خو د امریکا تر تعقیب لاندې و په نوموړي څو ځله ډرون بریدونه وشول خو نوموړی به ترې روغ ووت. وړمه شپه د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې ایمن الظواهري یې په کابل کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې وژلی دی.
که څه هم تر اوسه القاعدې او طالبانو د ۷۱ کلن ایمن الظواهري د برخلیک په هکله څه نه دي ویلي؛ خو افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پخلی کړی او دا کار یې د نړیوالو نورمونو او دوحې تړون څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.