تاجکستان: د بانکي سيستم ستونزې له امله د افغانستان برېښنا شرکت ۲۸ ميليون ډالره پوروړی دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۱ل)

تاجکستان وايي، چې د بانکي سيستم ستونزې له امله د افغانستان برېښنا شرکت ۲۸ ميليون ډالره پوروړی دی

د تاجکستان د برقي تاجک شرکت مشر محمد عمر عاصوزاده وايي، افغانستان دې د تاجکستان د برېښنا پورونه ورکړي.

نوموړي، وړمه ورځ په پلازمېنه دوشنبې کې په یوه خبري کنفرانس کې وويل، ستونزه دا ده چې د افغانستان برېښنا شرکت نه‌شي کولای د افغانستان په بانکونو کې له خپلو حسابونو پیسې ولېږدوي.

عاصوزاده دغه راز ویلي چې د افغانستان برېښنا شرکت په تېره جولای میاشت کې دوه ملیون ډالره د دوی حساب ته لېږلي او غواړي چې پاتې پورونه هم په څو مرحلو کې پرې کړي.

افغانستان د اړتیا وړ برېښنا ډېره برخه له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

مربوطه مطالب

Back to top button