امريکا: په دوو چاودنو کې ۴ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، په امریکا کې په دوو کورونو کې د چاودنو او اورلګیدنې له امله ۴ تنه وژل شوي دي.

دا چاودنې د امریکا په نیبراسکا ایالت کې رامنځته شوي دي.

تر اوسه د چاودنو نوعیت په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو د نیبراسکا پولیس وايي کیدای شي چې دا چاودنې د وسله والې نښتې له امله رامنځته شوې وي.

ځايي خلک وايي، د پيښې ځايونو کې يې تر چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم اوريدلي دي.

تر اوسه په يادو پېښو کې ککړ کسان نه دي نيول شوي خو پوليس وايي، د يوتن شکمن کس د نيولو په تړاو پلټنې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button