کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې په پلازمینه کابل، ننګرهار، پکتیا، خوست، زابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې نن د جمعې تر لمانځه وروسته ديني عالمانو او ولسي خلکو د امريکا د وروستي بريد غندنه وکړه او دا بريد يې د دوحې هوکړې او هر ډول نړيوالو اصولو خلاف کړنه وبلله.
په ورته وخت کې د امريکا د وروستې ناځوانمردانه بريد د غندلو او د جوبايډن د درواغجنې ادعا د ردولو ،زرګونه تنو نيمروزي اولسونه د لاريون په ډول راټول شوي وو.
په زابل کې هم لاريون تر سره شو، چې پر مهال يې قومي مشرانو، علماء، په زرګونو ځوانانو او ولسي خلکو حضور درلود، دوی د امريکا پر ضد د شعارونو د ورکولو ترڅنګ وويل:امريکا دې د دوحې تړون ته ژمنه پاته شي او په ډول ډول پلمو دې زموږ پر خاوره د تيري ناکامه هڅه نه کوي او د افغانستان استقلال ته ژمنه و اوسي.
په خبره يې پر خپله خاوره د امريکا او د هغوی د حاميانو دغه تيري غندو، موږ يو خپلواک ملت يوو د هېڅ هېواد تيری نه منو د افغانستان اسلامي امارت ولسي او اسلامي مشروعيت لري موږ زابلي ولسونه يي پوره ملاتړ کوو د امريکا او نورو هيوادونو په وړاندي يي ترڅنګ ولاړ يو. د دوی د بريدونو پر وړاندي د سر په بيه هم مقابلې ته چمتو يوو.
د يوبل خبر له مخې، د ننگرهار مرکز جلال اباد کې را ټولو شویو کسانو د امريکا وروستی بريد په سختو ټکو وغانده ولسي وگړو د امريکا ولس مشر په درواغو تورن کو او زياته يې کړه چې امريکا په تشو درواغو زموږ په هېواد تيري کړی او زموږ د هېواد حريم يې مات کړی، چې دا کار د ټولو نړيوالو اصولو او د شوې توافق نامې خلاف عمل دی، امريکا افغانانو دلته په ګونډو کړې او اوس غواړي خپل شرم په داسې ظالمانه کړنو پټ کړي داسې بريدونه د افغانانو روحيه نشي کمزورې کولی: امريکا بايد له افغانستان سره خپله دښمني ختمه کړي او بايد زموږ هېواد ته په درنه سترگه وگوري موږ خپل غيرت غربيانو ته ښودلی نور بايد موږ ونه ازمايي، موږ ټولې نړۍ سره متقابل احترام اړيکې غواړو او هېڅوک حق نلري چې پر موږ خپل پرمايشات ومني، افغانستان آزاد خپلواک هېواد دي هېڅوک دې زموږ د منزوي کېدو کوشش نه کوي ،چې دا چاره د هېچا په ګټه نده، موږ اوس له کلنو ځنډ روسته د ارام ساه اخيستې بايد نور مو ژوند کولو ته پريږدئ.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي د امريکا حکومت په دې پلمه چې د پلازمینې کابل شېر پور سيمه کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري پټ دی، په يوه کور توغندویي بريد وکړ او ادعا یې وکړه چې نوموړی یې وژلی ده خو تر اوسه القاعدې د خپل مشر د برخلیک په تړاو څه نه دي ویلي