په غزې د اسرائیلو بریدونه؛ د حماس د مهم قومندان په ګډون لس تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۱ل)

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د فلسطین پر غزې ښار د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي بریدونو کې د حماس اسلامي غورځنګ د یو مهم قومندان او یوې ماشومې په ګډون لس کسان شهیدان شوي دي.

الجزیرې تلویزیوني شبکې خبر ورکړی چې د اسرائیلي نیواکګرو په دې بمباریو کې د حماس ډلې یو مهم قوماندان “تیسیر الجعبري” هم شهید شوی دی.

بلخوا په غزې ټړانګه کې د عامې روغتیا ادارې ویلي چې په دې بمباریو کې لس کسان شهیدان شوي چې پکې يوه پنځه کلنه ماشومه هم شامله ده.

د سرچینو په خبره چې په دې بریدونو کې لسګونه کسان ژوبل شوي دي او روغتونونو ته وړل شوي دي.

د فلسطین او اسراییل ترمنځ تازه شخړه د اسراییلي ځواکونو لخوا د  اسلامي جهاد ډلې دیوه مشر د تر نیول کیدو وروسته رامنځته شوې ده.

په ورته مهال د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې ویاند “ابوعبیده” وایي، چې د اسرائیلي اشغالګرو تر بمباریو وروسته یې پر اسراییلي ښارونو تر سلو ډیر توغندي توغولي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button