کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند د “سر کارېز” په کوڅه کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یوې امنیتي سرچینې کابل ټکی کام ته ومنله چې په دغه چاودنه کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
د لومړنیو مالوماتو له مخې چاودېدونکي توکي په یوه کراچۍ کې ځای پرځای شوی و.
د سرچینې په خبره د ځینو ټپیانو حالت د انديښنې وړ دی، چې ښایي د وژل شویو کسانو په شمېره کې زیاتوالی راشي.
باید وویل شي چې تر اوسه د پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو ویل کېږي چاودنه د شیعه ګانو د یوه جمات مخې ته شوې ده.