کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۱ل)
په افغانستان کې د طا-لبا-نو تر سرپستۍ لاندې نوي حکومت پر فلسطیني مسلمانانو د اسراییلو بریدونه غندلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، چې د ا. ا. ا. د غزې په مظلومو او بې دفاع مسلمانانو د اسرائیلو ظالمانه بریدونه چې پکې ګڼ شمیر فلسطینیان شهیدان او زخمیان شوي دي په کلکو ټکو غندي او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کوي.
بلخي په خپل رسمي ټويټر اکاونټ ليکلي:«ا-سلا-مي اما-ر-ت په نړیوالو ږغ کوي چې د اسرائیلي رژیم د وحشتونو او تېري په مخنیوي کي خپل مسئولیت ادا کړي».
دا په داسې حال کې ده، چې پرون ناوخته فلسطيني چارواکو ويلي اسرايل په غزه کې هوايي بريدونه کړي چې د يو وسله وال کمانډر په شمول پکې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
يو پر بل وروسته له هغې بريدونه پيل شول چې اسراييلو د فلسطيني مقاومت ډلې يو مشر ونيو، چې فلسطيني مقاومتګرو په مرکزي او جنوبي اسرايل کې توغنديز بريدونه وکړل.
د فلسطين روغتيا وزارت ویلي، د اسرايل په بریدونو کې يوه پنځه کلنه ماشومه او 23 کلنه ښځه هم شامل دي او 55 ملکيان پکې ټپيان شوي هم دي.
بل لور ته د اسلامي جهاد ډلې مشر زياد النخالح او د حماس وياند فوزي برهوم ويلي، اسراييلو پر غزې يرغل کړی او ټول جنګيالي به د فلسطين په دفاع کې په يو صف ودريږي او د ياد بريد قيمت به پرې کړي.


















