کاشکې/ پيرمحمد کاروان
کاشکې زړه مې شي ورغوی په ښي لاس کې
له خوږو دانو نه ډک وي
تر خوږو دانو وي لاندې پټې شوې
څو تازه تنکۍ تڼاکې
ته هم راشې پر خوږې کوترې واوړې
له ورغوي مې تاوېږې چارچاپېره
چې له زړه دې وي نازکې لوږې ایستې
ها شډله ځیږه وېره
چې په ورو، ورو په ګډا په غومبر اخلې
له ورغوي مې خوږې دانې در اخلې
په دانو چې شې مَړه په مستۍ راشې
یو عجب عارفانه تجاهل وکړې
داسې ښیې چې دا هم خوږې دانې دي
لېونۍ شې او کاواکه
په مښوکه ماتوې هره تڼاکه
زړه مې بېرته له ورغوي
په درزا ګوګل ته راشي
یو تنکی خوږوکی درد وي
د زړګوټي تل ته راشي
۲۶ سرطان ۱۴۰۱ هجري شمسي خوست توره وړۍ