ایران: فلسطینیان له اسراییلو سره جګړه کې یوازې نه دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۱ل)

‏د ایران د “قدس” ځواکونو قومندان جنرال “حسین سلامي” پر غزې تړانګې د اسراییلي اشغالګرو تازه هوايي بریدونو ته غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې فلسطینیان له اسراییلو سره جګړه کې یوازې نه دي.

د نوموړي په خبره د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطینیانو ملاتړ کوي او د اشغالګرو صهیونستانو سره په مبارزه کې به یې کله هم یوازې پرېنږدي.

جنرال سلامي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، چې د اسراییلو ضد ټول جهاي خوځښتونه متحد شوي، څو له فلسطینیانو دفاع او د بیت المقدس د ازادۍ لپاره وجنګېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرايیلي اشغالګرو له تیرو درې ورځو راهیسې پر غزې تړانګې هوایي او توغندیز بریدونه پیل کړي، چې له امله یې د اسلامي جهاد د دوه لوړ پوړو قوماندانانو په ګډون ۳۲ فلسطنیان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د یادونې وړ ده چې فلسطیني جهادي ډلو هم د اسراییلي اشغالګرو د بریدونو په غبرګون کې د صهیونستانو په خاوره سلګونه توغندي ویشتلي دي چې ګڼ شمېر یهودیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button