حسان مجاهد
د حق او باطل ترمنځ په سترو معروکو کې هميشه دمسلمانانو وړه ټولۍ دجنګي وسائلو دکمښت سره دکفارو په لوی مجهز لښکر بريالۍ شوې ده. له دې څخه په درس اخیستلو کفارو دا خبره درک کړه، چې ترڅو مسلمانان په خپله عقيده، فکر او تهذیب محکم وي؛ په دوي باندې موږ په پوځي لحاظ هیڅکله نشو برلاسه کېدلای؛ ځکه ددوي جګړه په وسايلو او مادیاتو نه، بلکه دپخې عقیدې په مټ ده، نو په مسلمانانو باندې دبریا لپاره په کار داده چې لومړی دمسلمانانو په افکارو کار وشي، عقیدې يې سوستي او په خپل دين بې باوره شي. ددې پلان دتطبیق سره سم پر افغانستان دير غل پر مهال يرغلګرو دپوځي جګړې ترڅنګ فکري جګړې ته هم په پراخه کچه کار پیل کړ او لکه څنګه چې دافغانستان خاوره اشغال شوه، دا شان دافغانانو فکرونه هم اشغال شو، اوس چې خاوره له اشغاله پاکه شوه، په کار ده چې فکرونه هم پاک او بيا ورغول شي او هغه څه ترې ويستل شي، چې ددښمنانو لخوا پکې شل کاله پيچکارۍ کېدل.
دفکرونو په تنویر کې تر بل هرچا ليکوالانو ته زياته اړتيا ځکه ده؛ چې دفوځې جګړې وسايل توپ، ټانک او الوتکې وې او په هغه هرڅوک پوهيدل، اما دفکرې جګړې وسايل رسنۍ، مجلې، ورځ پاڼې کتابونه، اخبارونه او چاپې نشرات دي او په هغوی محدود کسان پوهېږي چې له جملې يې ليکوالان هم دي، نو دفکرې جګړې مخنيوی ليکوالان په ښه توګه کولای شي. ليکوال په اسانۍ سره کولای شي، په اولسونو کې لوی بدلون رامنځته کړي، يو ليکوال دومره کار کولای شي چې کله يې دپاچا لکونه پوځ نشي کولای، کله د ليکوالانو په مټ يو هيواد په بشپړه توګه فکراً تسخير شې، داسلام مبارک دین تر موږ پورې دليکوالانو په هڅو رارسېدلی ده، ويده ولسونه تل ليکوالانو راويښ کړي دي، که کوم عالم ښه وینا کړې وي نو له وینا څخه یې حاضر خلګ اغيزمن شې او دده له وفات وروسته نوي نسلونه ترې نه وي مستفيد، اما دليکوال اثر تر پيړيو پيړيو پورې دنړۍ په هر ګوټ کې خلګو ته نوی نوی احساس ور بښي. په فکري جګړه کې زموږ مقابل لوری هم له ليکلو زيات کار اخلي، کله يو کتاب په دوه سوه ژبو وژباړي او دنړۍ هر کونج ته يې وليږي، له دې سره د ميډيا له لارې يې داسې ښکاري ليکوالان په کار کړي دي چې په ساده لوحه مسلمانانو يې هره کره ليکنه دمرمۍ په څېر ننوزي، نو مسلمان ليکوالانو ته په کار ده، چې په فکري سنګر کې دښمن ته دليکوالۍ په مټ ماتې ورکړي.
له بعضي اسلام پالو مبارزينو (ليکوالانو) څخه مو په درنښت غوښتنه داده، چې خپله مبارزه نوره هم ګړندۍ کړئ، خپل استعدادونه درک کړئ، او دفکرونو تنوير او دراتلونکي نسلونو سالمه تربیه دځان مسؤليت وګڼئ! . فکري استاد مولوي عبد الهادي مجاهد وايي” د کمونیزم د راتګ مخکې په افغانستان کې تخمیني لحاظ (دوه نیم لکه) کلي وو، که هر کلي کې یو جومات فرض کړو بیا که هر جومات کې پرته له مؤذن او معاون څخه صرف یو تن ملا ونیسو نو مونږ مخکې د کمونیزم څخه (دوه نیم لکه) خطیبان درلودل، اوس آیا دومره شمیر کې عالمانو د کمونیزم په باره کې(دوه نیم لکه) مقالې، رسالې او کتابونه ولیکل؟” که چېري دکمونيزم په خلاف دومره مقالې ليکل شوې وای؛ هيڅکله به دکمونيزم نظريه دهيواد ښارونو او کليو ته دومره په چټکۍ سره نه وغزېدلې. نو اوس تاسې ته په کار ده چې د ټولو باطلو ادیانو او د کفر د معاصرو ډولونو په اړه کره ليکنې وکړئ او مسلمان نسل ترې اګاه کړئ، ترڅو دبيا ځل يرغل پر وخت (خدای مکړه) مسلمانان دخپل دين او وطن په خلاف ددښمنانو تر څنګ ونه دريږي. په فکرې جګړه کې دتسخير شويو فکرونو رغولو ته جدي پاملرنه ځکه په کار ده؛ چې دپوځي جګړې د ورانيو رغول لسيزي نيسې، خو دفکرې جګړې ورانۍ رغول پيړۍ پيړۍ وخت نيسې. دجهاد ستر امام الشهيد السعید ډاکټر عبدالله عزام تقبله الله تعالی وايي: ” اسلامي تاريخ په دوو کرښو ليکل کيږي لومړی په توره کرښه چې دعلماوو دقلم کرښې دي دوهمه سره کرښه چې دشهيدانو ويني دي” په سرو کرښو خو بې شميره شهيدانو اسلامي تاريخ زرين کړ، اوس په کار ده چې تاسی په تورو کرښو دراتلونکو نسلونو لپاره ښه تاريخ پریږدئ. ديو حدیث مضمون ده” دقيامت په ورځ به دعلماوو دقلم رنګ دشهيدانو له وینو سره موازنه شي خو دقلم رنګ به په وینو دروند وي” نو محترمو ليکوالانو! دخدمت موقع لا اوس هم په لاس کې لرئ، کار وکړئ او دکار خلګ جوړ کړئ! وفقکم الله تعالی مزيداً
په تاريخ کې اسلام ته درې سترې صدمې
حسان مجاهد
يو وخت مسلمان پوهانو د اختراعاتو او چاپ اسبابو په نشتون کې زيات کتابونه وليکل او د انکشافاتو، معلوماتو او تحقيقاتو لويې ذخيرې(کتاب خانې) يې له ډيرو هڅو سره راتلونکو نسلونو ته برابرې کړې.خو کله چې مسلمانان دخپل عیش او هوس له امله له خپل دين نه غافله شو؛ نو کفارو دمسلمانانو له غفلت نه په استفادې؛ د اسلام بیخ کيندنې ته نوره هم پاملرنه زياته کړه او داسلام د تخريب په موخه يې له ډېرو لارو کار واخيست. خو دکفارو يوه داسې کړنلاره، چې په نيتجه کې يې اسلام ته درې سترې صدمې ورسېدې، هغه ددغه اسلامي کتابونو سوځول او له منځه وړل و.
لومړۍ صدمه: وحشي تاتاریانو صرف د بغداد په «دجله» درياب کې دومره کتابونه واچول، چې تر څلويښتو ورځو د درياب اوبه دکتابونو له رنګ(سیاهي) څخه توري ښکاريدې.
دوهمه صدمه: د غرناطې دسقوط په مهال (کارډ نيل کيسې ملنس) په ښار کې دهر عربي کتاب دسوځولو امر وکړ او د « باب رحلت» نومي ميدان کې دمشهور قول له مخې «لس لکه اويا زره» کتابونه وسوځول شو، تاسې فکر وکړئ چې ددې اندازې له مخې به په ټول اندلس کې دعلم څومره سرمایه ضايع شوې وي؟
دريمه صدمه: دصليبي جګړو په مهال هم اسلامي کتب خانې دکفارو هدف وګرزېدې، دطرابلس مشهورې کتب خانې « بنو عمار» نه ماسوا د بیت المقدس، عسقلان، غزه او معره ښارونو ډيرې کتاب خانې وسوځول شوې، دمؤرخينو له قوله صرف په طرابلس کې چې دمختلفو کتاب خانو کوم کتابونه وسوځول شو؛ تعداد يې «دیرش لکه» ته نږدې کيږي.
چې په دې سره دعلم او دانش له لويې سرمایې څخه مسلمانان محرومه پاتې شو.
انا لله وانا اليه راجعون
مأ خذ: (اسلاف کے طالب العلمانہ زندگی) ص 48
حسان مجاهد
افغانان په دې بختور دي، چې الله تعالی وخت په وخت دکفارو په خلاف په مختلفو اشکالو دمبارزې ډګر ته را ايستلي دي او هر طاغوتي لښکر رب ددوي په مټ له شکست سره مخ کړی ده. تر اوسه ددې لپاره چې د يرغل مخه ټوله او اسلامي نظام حاکم شي؛ په سنګر کې پراته وو، اوس بیا له پرديو يرغلونو څخه داسلامي خاوري، پولو او سرحداتو ساتنه کوي، چې دې عمل ته «رباط» ویل کېږي او درباط په اسلام کې ځانګړی فضيلت بيان شوی ده: رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وايي: ( رِبَاطُ يَوْمٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ خَيْرٌ مِنْ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا ) البخاري (2678) . د الله (جل جلا له) په لاره کې د رباط يوه ورځ له دنيا او هغه څه چې په دنيا کې دي غوره ده. او دصحيح مسلم په روايت کې داسې راغلي دي: «رباطُ يومٍ وليلةٍ خيرٌ من صيامِ شَهْرٍ وقِيامِهِ. وإن ماتَ، جَرى عليهِ عملُهُ الَّذي كانَ يَعملُهُ، وأُجْريَ عليهِ رزقُهُ، وأمِنَ الفتَّانَ».
ديوې ورځې او يوې شپې رباط ديوې مياشتې تر روژې او قیام غوره ده. که مجاهد د رباط په حال کې مړشي؛ دعمل ثواب يې بيا هم جاري وي او که ژوندی وي رزق به يې جاري وي او له «فتان» يعني دقبر عذاب يا له فتنو څخه به په امن کې وي. امام نووي رح وايي: له مرګه وروسته بيا هم دعمل جريان يوازې دمرابط مجاهد خصوصیت ده، چې بل هيڅ څوک ورسره په دې کې شريک نه ده، بلکه له صحيح مسلم ماسوا په نورو کتابونو کې په واضحه توګه دا ليکل شوي دي: دهر انسان په عمل دده تر مرګ وروسته داختتام مهر وهل کيږي، مګر يوازي مرابط مجاهد ده چې عمل به يې وروسته له مرګه هم جاري وي.( په صحيح مسلم دامام نووي رح حاشيه)
ابو عزام عراقي په يو وصيت کې مجاهدينو ته دا توري ليکلي وو: « دالله تعالی په لار کې ( رباط) دکعبې او بیت المقدس تر مجاورت(ګاونډيتوب) غوره ده، ابوهريره (رضي الله تعالي عنه) وايي: دالله تعالی په لار کې د رباط يوه شپه ماته دحجر اسود په څنګ کې دشپې تر صلاة تهجد ډيره غوره ده. ګورئ! ده (رضی الله تعالی عنه) په بهتره مکان تر بهتره عبادت د رباط يو شپه ښه وبلله.»
نو داچې اوسمهال کوم حکومتي چارواکي دسرحداتو او پولو ساتنه کوي؛ ددې ترڅنګ چې له پورتني فضيلت څخه برخمن دي، يو دروند مسؤلیت هم ور له غاړې ده؛ ځکه دوي دهيواد هغه مهمې نقطې کنټرولوي چې لومړی له يرغلونو سره مخ کيږي، دغه کسان خپل کار ته ځکه بايد کار ووايي؛ چې دوي په سرحداتو له بې ساري اسلامي نظام او غیور مسلمان ولس څخه دفاع کوي، دوي دنورو فوځي ځواکونو په شان نه دي چې له خپلو طاغوتي نظامونو څخه ددفاع په خاطر سرحدونه کنټرولوي، دوي بايد په دې لاره کې پوره استقامت اختيار کړي او خپل کار بايد دتېر عملي جهاد په څېر دځان لپاره مسوليت او ځانکړې فریضه وګني! ځکه ددوي په ذره قدر غفلت کله هيواد له لوی خطر سره مخامخ شي او ددوي د پوره بيدارۍ او ښه استقامت په صورت کې به هم نظام ټينګښت مومي او هم به هيواد له خطره په امن کې وي. ( ان شاء الله تعالی).
هغه (۳۵) ستر علماء چې زيات شمېر کتابونه يې په ميراث پريښي دي
حسان مجاهد
۱_ داسلام تر ټولو ستر مؤلف ابن جرير طبري (رحمه الله تعالي) چې څومره تصنيفات کړي دي؛ دصفحو شمېر يې درې نيم لکه ته پورته کيږي، ځکه نو دی دتصنيف په ډګر کې تر ټولو علماوو مخکښ بلل کېږي.
۲_ مولانا عبد الحی لکنهوي (رحمه الله تعالي) په ۳۹ کلنۍ کې وفات شوی ده، خو په مفیدو او مشکلو مسائلو کې يې تصنيفات تر ۱۱۰ يو سلو لسو څخه اوړي او بعضي کتابونه يې په څو جلده مشتمل دي.
۳_ علامه محمد جمال الدين قاسمي(رحمه الله تعالي) دمشقي په ۴۹ کلنۍ کې وفات شوی ده، خو په دې مختصر ژوند کې یې تر سلو زيات کتابونه ليکلي دي.
۴_ حکيم الامت مولانا اشرف علي تهاتوي (رحمه الله تعالي) په ۸۱ کلنۍ کې وفات شوی دی، خو ليکلي آثار يې تر زر اوړي.
۵_ ابو يوسف عبد السلام قزويني( رحمه الله تعالي) د «حدائق ذات بهجه» په نامه په درې سوه جلده کې يو تفسیر وليکل، خو کله چې د بغداد په دار الخلافت باندې مغول غالبه شو؛ نو ددوي له لوري ديو لړ نورو کتابونو تر څنګ دغه ضخيم تفسير هم ضايع شو.
۶_ قاضي عبد الجبار همذاني (رحمه الله تعالي) د «المحيط» په نامه په سل جلده کې يو تفسير وليکل.
۷_ امام ابو الحسن اشعري (رحمه الله تعالي) د «المختزن» په نامه په اويا جلده کې يو تفسیر ليکلی دی.
۸_ حافظ ابن شاهين(رحمه الله تعالي) په زر جزء کې يو تفسیر ليکلی دی.
۹_ قاضي ابو بکر بن عربي (رحمه الله تعالي) په شا وخوا اتيا زره صفحو مشتمل د «انوار الفجر» په نامه يو تفسير ليکلی دی. چې اوس هم دترکيې په بعضو مکتبو کې پيدا کېږي.
۱۰_ ابن نقيب مقدسي(رحمه الله تعالي) تقریبا په سل جلده کې يو تفسیر ليکلی دی، چې بعضي جلدونه يې داستانبول په بعضو مکتبو کې اوس هم پيدا کيږي.
۱۱_ په نن زمانه کې د « فتح المنان» په نامه تر ټولو لوی تفسير د علامه قطب الدين شيرازي ده چې په څلويښت جلده کې ده.
۱۲_ علامه محمد زاهد بخاري (رحمه الله تعالي) په شا وخوا سل جلده کې يو تفسیر ليکلی ده.
۱۳_ ابن ابي الدنيا (رحمه الله تعالي) زر ليکلي کتابونه په ميرات پريښودل.
۱۴_ ابن عساکر(رحمه الله تعالي) په اتیا جلده کې يو تاریخ ليکلی ده.
۱۵_ ابن شاهين(رحمه الله تعالي) درې سوه ديرش تصنيفه کړي دي، چې «التفسير» کتاب يې په زر جزء کې او «المسند» يې په پنځلس سوه جزء کې ده.
۱۶_ امام ابو محمد علي بن حزم (رحمه الله تعالي) څلور سوه جلده کتابونه ليکلي دي چې ټول تقريبا په اتیا زره صفحو مشتمل دي.
۱۷_ امام ابو محمد عبد الرحمن بن ابي حاتم رازي (رحمه الله تعالي) په فقه، حديث او تاريخ کې زيات کتابونه ليکلي دي، چې يوازې « المسند» يې په زر جزء مشتمل ده.
۱۸_ د « المستدرک علی الصحيحين» ليکوال حاکم نيسابوري( رحمه الله تعالي) د تصنيفاتو شمېر پنځلس سوه جزء ته نږدې کيږي.
۱۹_ د ابو الحسن اشعري( رحمه الله تعالي) واړه او غټ کتابونه پنځوس ته رسېږي او زيات کتابونه يې دباطلو فرقو( ډلو)په رد کې ليکلي دي چې دداسې کتابونو تصنيف ډير وخت نيسي.
۲۰_ ابن تيميه (رحمه الله تعالي) په مختلفو فنونو کې، په شا وخوا پنځه سوه جلدو کې درې سوه کتابونه ليکلي دي .
۲۱_ دنوموړي شاګرد ابن
قيم جوزيه (رحمه الله تعالي)تقريبا پنځوس جلده واړه او غټ کتابونه ليکلي دي .
۲۲_ امام بهيقي (رحمه الله تعالي) زر جزء کتابونه ليکلي دي.
۲۳_ محمد بن سحنون (رحمه الله تعالي) په فقه، سير، تاريخ او نورو فنونو مشتمل يو کتاب په سل جزء کې ليکلی ده.
۲۴_ امام ابو بکر ابن عربي المعافري( رحمه الله تعالي د شرح ترمذي، شرح الموطاء، احکام القرآن، عواصم من القواسم او المحصول في الاصول ترڅنګ په اتيا جزء کې يو لوی تفسير ليکلی ده.
۲۵_ امام ابو جعفر طحاوي( رحمه الله تعالي) دنور ډيرو تصانيفو تر څنګ يوازې په يوه دغه مسئله کې (چې ايا دنبي کريم صلی الله عليه وسلم حج قران، تمتع او که افراد و؟) زر صفحې ليکلې دي.
۲۶_ د ابي عبيده معمر بن المثنی (رحمه الله تعالي) تصنيفات په مختلفو فنونو کې تر دوو سوو پورې رسېږي.
۲۷_ د ابن سريج(رحمه الله تعالي) تصنيفات تر څلورو سوو پورې رسېږي.
۲۸_ د اندلس دستر عالم عبدالملک بن حبیب( رحمه الله تعالي) تصنيفات تر زرو پورې رسېږي.
۲۹_ دعربو دستر فيلسوف یعقوب بن اسحاق الکندي تصنيفات ۲۳۱ دوه سوه يو ديرش ته رسېږي.
۳۰_ په تاريخ کې د ابن جوزي لمسي (رحمهما الله تعالی) يو کتاب «مرآة الزمان» په څلويښت جلده کې ليکلی دی.
۳۱_ خطیب بغدادي « تاريخ بغداد» په څوارلس جلده او «الاغاني» یې په شل جلده کې ليکلی دی.
۳۲_ ابن اثير «کامل» په دوولس جلده کې ليکلی دی.
۳۳_ ابو حنیفه الدينوري «شرح النبات» په شپيته جلده کې ليکلی دی.
۳۴_ په متاخريو کې حافظ ابن حجر او امام ذهبي هم زيات تصانيف لري چې د ابن حجر «فتح الباري» او «الاصابه» او دذهبي «تاريخ الإسلام ووفيات المشاهير والأعلام» او «سير أعلام النبلاء» ديادونې وړ دي.
۳۵_ دامام سيوطي تصانيف تر څلور سوه اوړي.
مأخذ: (قيمة الزمن عند العلماء) ص ۱۵۸_۱۶۲
پاملرنه! «جلد» دې ته وايي چې په دوو وقايو(دفتنو) کې بند وي او «جزء» چې بيا په جلد کې کومې برخې وي هغې ته وايي.
درنو لوستونکو! د پورتنيو معلوماتو له راغونډولو څخه مو موخه يوازې ځوان نسل ته دلوړ همت انګيزه وربښل دي؛ ځکه په دين کې تر ځان لوړو کسانو ته کتل او دهغوي له خدمتونو او کارنامو څخه ځان خبرول دانسان همت لوړوي، دځان قدر معلوميږي، په اسلافو پسې داقتدا او ددين دخدمت روحيه راژوندۍ کيږي او په عبادت او وخت دانسان حرص پیاوړی کیږي. پای


















