کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې په غزه کې د اسراییلو او اسلامي جهاد غورځنګ ترمنځ اوربند شوی دی.
اسراییلي رسنۍ وايي چې په دغه سیمه کې تر څو ورځنیو خونړيو جګړو او بریدونو وروسته د مصر په منځګړیتوب اوربند شوی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر هم په تازه څرګندونو کې ویلي چې نظامي موخې تر لاسه شوې دي او دمګړی اوربند شوی دی او جګړه درېدلې ده.
د اسلامي جهاد غورځنګ او حماس اسلامي حرکت بیا خبرداری ورکړی چې که د اسراییلو تېری دوام وکړي نو اوربند به مات کړي.
باید وویل شي چې په تېرو درې ورځو کې د اسراییلو په بریدونو کې شاوخوا ۳۴ فلسطینیان شهیدان شوي او د فلسطیني جهادیانو په بریدونو کې بیا لسګونو صهیونستانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















