خوست کې افغان ځواکونو یوه پاکستانۍ ډرون الوتکه نیولې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۱ل)

له خوست ولایت راپورونه وایي، چې ‏د اسلامي امارت ځواکونو د پاکستان یوه ډرون الوتکه نیولې ده.

د خوست ولایت ۲۰۳ منصوري پلې لېوا ویاند “شېرزاد فاتح” رسنیو ته ویلي، چې د دې ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې يې د پاکستان یوه اکتشافي الوتکه نیولې، چې اوسمهال له دوی سره ده.

‏په ورته مهال د خوست ولایت اوسېدونکي هم وايي، دغه بې پیلوټه الوتکه له تېرو څو ورځو راهیسې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ګرځېده، چې تیره ورځ د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې یوې امریکایي بې بیلوټه الوتکې د کابل ښار په شیرپور سیمه کې یوه کور باندې برید وکړ او وروسته ولسمشر بایډن اعلان وکړ؛ چې د القاعدې مشر یې په نښه او وژلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button