ټرمپ: ایف بي آی یې کور تلاشي کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۱ل)

د امریکا استخباراتي ادارې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ کور تلاشي کړی دی.

امریکایي رسنۍ وایي چې په فلوریډا کې د ډونالډ ټرمپ شخصي کور ته د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا ايف بي آی جاسوسان ورغلي او کور یې ټول تلاشي کړی دی.

ټرمپ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملت لپاره یې توره ورځ ده او د ایف بي آی جاسوسان یې د کور په پلټلو بوخت دي.

امریکايي رسنۍ بیا وایي چې د ټرمپ په کور کې محرم دولتي اسناد دي او هغه له واک څخه تر لرې کېدو وروسته له سپینې ماڼۍ ورسره وړي دي.

ویل کېږي چې د ټرمپ په کور کې تر دې دمه ۱۲ صندوقه محرم دولتي اسناد پیدا شوي دي او ددغه اسناد د پیدا کولو او پلټلو لړۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button