سراج الدین حقاني: د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۱ل)
د امریکا د متحده ایالتو د ولسمشر جوبایډن له هغي ادعا وروسته،چي باور لري د القاعده مشر ایمن الظواهري یې کابل کې وژلی دی، د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني کندهار کې یوې ولسي ناستې ته په وینا کې ډاډ ورکړی،چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هیواد پرضد ونه کارول شي.
حقاني زیاته کړې:«له نړۍ سره د تعامل یوه اړتیا ده، په خپل اسلامي او دیني چوکاټ کې دننه. په دې کې اسلامي امارت خپله ژمنتیا ښودلې ده، داسې ژمنتیا ښودلې،چې موږ د خپلو اسلامي اصولو او نړیوالو اصولو له مخې خاوره مو د چا لپاره ګواښ نه ده. بیا که څوک له موږ وېره لري،موږ ابتدايي حالت کې یو او حکومت مو نوی راغلی دی، موږ دا حاکمیت پر هیواد راولو، موږ خپل سرحدونه خوندي کوو، موږ خپل حریم خوندي کوو، چې دا کارونه به یو څه وخت و نیسي.»
په ورته مهال د اسلامي امارت عمومي ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وزیر “ذبیح الله مجاهد” وايي، چې کابل کې د امریکا د وروستي برید په تړاو یې څېړنې نه دي وروستۍ شوي خو؛ په خبره یې په برید کې له داسې موادواستفاده شوې، چې د پيښې ځای کې د کوم جسد یوه نښه هم نه ده پاتې او نه دوی ته تر اوسه پورې څه په لاس ورغلي دي.
باید وویل شي چې القاعدې هم تر اوسه د خپل مشر ډاکټر “ایمن الظواهري” د برخلیک په تړاو څه نه دي ویلي.



