کابل ټکی کام (یکشنبه ۱۸سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې تېره ورځ یې د میدان وردګو په ولایت کې د ملي پولیسو له لوري د طالبانو په خلاف پراخ عملیات ترسره شول چې په نتېجه کې یې یو طالب قمندان چې بریالی نوميږي د خپل ساتونکي سره ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې دعوه شوې ده چې یاد وژل شوی قمندان د ډېرو نورو جنګي فعالیتونو برسېره د تلفونونو ستنې هم نړولې چې له دې وجې د کورنیو چارو وزارت استخباراتي ارګان ته مطلوب وو، چې دادی ووژل شو.
اعلامیه همداشان زیاتوي چې د یاد ولایت د نرخ په ولسوالۍ کې یو بل طالب قمندان هم وژلی دی چې د عبدالواحد په نامه سره یې شهرت درلود.
د وزارت د شوې ادعا په رد او پخلي کې طالبانو تر دې دمه څه ندي ویلي.















