په لندن کې د دوو ورځو لپاره د سوريې د کډوالو د مسئلې د حل او په سيمه کې د نورو اړينو مسئلو د بحث لپاره کنفرانس پيل شو، چې تر۷۰ پورې هېوادونو مشرانو پکې ګډون وکړ.
دا کنفرانس ، چې د ملګرو ملتونو لخوا جوړشو؛ برتانيا، المان او کويت يې کوربه توب په غاړه لاره.
په دې کنفرانس کې چې د پنجشنبې په ورځ يې اغاز و شو، له ۱۲ کالو وروسته په لومړي ځل پکې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف لندن ته د سفرکولو پرمهال ګډون وکړ، د برتانيې د بهرنيو چارو وزارت په خپله يوه خبرپاڼه کې ويلي ، چې د دې کنفرانس اصلي موخه په ترکيه کې د سوريې د کډوالو سره د مرستو راجلبول دي، چې د سوريې د مسئلې د حل لپاره به هم پکي بحث وشي دا مهال په نړيواله کچه غربي هېوادونو ته د رسيدا په موخه په لکونو سوريايي کډوال ترکيې ته ورمات شوي دي.
د برتانيي بهرينوچارو وزير فليب هامون ويلي ، چې د مخه هم ملګرو ملتونو د سوريې د ګډوالو سره مرسته کړې، چې په دې کنفراس کې به د سوريايي کډوالو لپاره د ترکيې سره د ۹ميليونو يورو مرسته وشي ؛ خو که په سوريه کې جګړه دوام وکړي او نور سوريايي اوسيدونکي د بمباريو او عملياتو په دوام سره کډوال شي بيا نو اعلان شوې مرسته نشي کولای،چې د کډوالو ستونزي حل کړي .
په لندن کې د کنفرانس د پېل د مخه فکر کيده ، چې په ژنيو کې به د سوريې د جګړې د پای ته رسولو او په سوريه کې د امن او سولې په اړه څه ګټوره پريکړه وشي ؛ خو چې د ملګرو ملتونو لخوا په غونډه کې د جګړې ښکيل لوري په اصلي بڼه په پام کې نه وه نيول شوې ؛ د سوريې په اړه پېل شوې غونډه د روانې مياشتې تر آخره پورې وځنډيده.
په سوريه کې دا مهال دواکمن ولسمشر بشارالاسد پوځونه د داعش سره په جګړه بوخت دي، چې د اسد په خلاف په سوريه کې نورو مخالف تنظمونه هم شته ، چې د اسد د پوځونو خلاف يې وسلې راپورته کړي دي.
په سوريه کې دا روانې جګړي ؛ ځکه دوام لري ، چې روسيه او ايران د بشارالاسد مالي او ځاني (پوځي) مرستې کوي امريکا، اسرائيل او سعودي عربستان په سوريه کې د جنګيدونکې ډلې داعش او د اسد نورو مخالفو وسلوالو ډلو حمايت اومرستې کوي.
د سوريې لپاره دې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په ځانګړي ډول مشوره او د مخالفو ډلو سره خبرې وکړي ؛ خو دا چې ملګري ملتونه د امريکا تر سيوري لاندې کړني کوي او امريکا هيڅ وخت نه غواړي چې د سوريې، عراق او افغانستان جګړې پای ته ورسيږي. امريکا د دې دري او نورو اسيايي او په ځانګړې توګه اسلامي هيوادونو لپاره د داعش پروژه پلي کړيده ، چې د داعش پرژره تر څو ټاکل شوي هدف ته نه وي رسيدلي ؛ په دې درې واړو هېوادونو ؛ افغانستان، عراق ،سوريې او عربي هېوادونو کې به جګړې دوم لري.
















