کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۱ل)
روسیه وایي په اوکراین کې یې د امریکا ساخت سلګونه توغندي له منځه وړي دي.
د روسیې ددفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د دقیقو هدف ویشتوونکو توغنديو پر مټ اوکراین کې هغه توغندي او مهمات له منځه وړي چې په وروستیو کې امریکا اوکراین ته ورکړي وو.
امریکا هغه مهال د یادو توغندیو په اړه ویلي وو، چې دقیق هدف په نښه کوي او چټک تر هدفه ځان رسوي.
اوس روسیه وایي چې شاوخوا ۴۰۰ دغه توغندي یې له منځه وړي او د وسلو او مهماتو یوه ستره ديپو یې ویجاړه کړې ده.
باید وویل شي چې امریکا یا اوکراین تر دې دمه د روسیې د ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.


















