افغان حکومت یوځل بیا د الظواهري وژنه یوه تشه ادعا وبلله

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت عمومي ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وزیر “ذبیح الله مجاهد” په خپلو تازه څرګندونو کې یوځل بیا په کابل کې د امریکا په وروستي هوایي برید کې د القاعدې د نړیوال جهادي خوځښت د مشر ډاکټر “ایمن الظواهري” وژنه یوه تشه ادعا بللې ده.

مجاهد دغه راز ویلي، چې دوی له نړیوالې ټولنې سره ستراتيژیک بحث او تعامل ته تیار دي.

مجاهد چې د وروستیو تحولاتو په اړه یې ملي تلویزیون RTA سره خبرې کولې وویل چې نړیواله ټولنه په تېره امریکا په افغانستان کې د وضعیت د ترینګلتیا لپاره پلمې پلټي او د نوي حکومت د رسمیت اجازه نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې ده چې ددې ستونزې د حل لپاره یوازینۍ مناسبه لار خبرې او ستراتيژيک بحثونه دي.

مجاهد زیاتوي چې دوی د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنې منلی شي چې افغاني کلتور، دود او اسلامي حدود اجازه ورکړي.

مجاهد دغه راز ویلي چې دوی افغانستان کې د الظواهري د شتون او نه شتون په اړه هېڅ معلومات نه درلودل او امریکا د دوحې هوکړې پر بنسټ حق نه درلود چې پر افغان خاوره برید وکړي خو د خطر په صورت کې یې معلومات باید له افغان امنیتي اداراتو سره شریک کړي وای.

مجاهد همدا راز ټینګار کړی چې د نجونو ښوونځي به ډېر ژر پرانیستل شي او د پرانیستلو لپاره یې جدي هڅې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button