کابل: د چین استازي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۱ل)
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یوشیایونګ په کابل کې د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي او په بېلابېلو موضوعاتو يې خبرې کړي دي.
دا ليدنه پرون سه شنبه په کابل کې ترسره شوې چې د بهرنيو چارو وزارت د وياند عبدالقهار بلخي په وينا، یوشیایونګ کابل ته د خپل سفر هدف، د چین په ټونکشي کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د شوو توافقاتو او همداراز د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په تاشکند کې د ناستو او توافقاتو تعقیب یاد کړ.
د بهرنیو چارو وزیر د خوست او پکتیکا له زلزلهځپلو سره د چین له پروخت او بیړنیو مرسته مننه وکړه. او د افغانستان پر واحد چین سیاست یې ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزیر همداراز مننه وکړه چې د چین حکومت په کابل کې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر پیل کړ او دا چاره یې د افغانستان او چین ترمنځ دوې اړخیزې سوداګرۍ لپاره ډېره ګټوره وبلله.
ښاغلي متقي، له چینايي لوري غوښتي چې چین ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه سازي وکړي.
د چین ځانګړي استازي وویل، چې افغانستان سره پر دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کار کوي. ده په سیمه کې د خپلو وروستیو سفرونو په ترڅ کې د افغانستان په باب د لېوالتیا په اړه د بهرنیو چارو وزیر ته هراړخیز معلومات ورکړل.
ده همداراز د ا. ا. ا. د هڅو او لاستهراوړنو ستاینه وکړه اوزیاته یې کړه چې د افغانستان نوی حکومت په لنډه موده کې وتوانېده چې سخت او مهم کارونه انجام کړي، طبیعي پېښې او سوړ ژمی ښه مدیریت کړي.
د چین ځانګړي استازي وویل چین له افغانستان سره په دوو اړخیزو اړیکو کې ډېر مخکې دی. ده وویل، د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو اړیکو ښکارندوی دی.
ښاغلي یوشیایونګ وویل، چې چین په پام کې لري، پر جنغوزیو سربېره، د افغانستان نورې وچې او تازه مېوې چین ته ولېږدول شي او له دې لارې د افغانستان ملي اقتصاد سره مرسته وشي.



