کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۱ل)
العربیه تلویزیوني شبکې د ایران د “برنا” خبري اژانس په حواله خبر ورکړی، چې د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ په تازه نښته کې یو ایراني عسکر وژل شوی دی.
د ایران د “تایباد” ښار امنیتي چارواکي وایي، چې دا پېښه نن د یاد ایالت پر پوله رامنځته شوې ده، چې له امله یې یو عسکر وژل شوی او بل ټپي دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نیږدې لس ورځې وړاندې هم پر پوله د افغان او ایراني پوله ساتوونکو ترمنځ جګړه شوې وه چې په پایله کې یې یو طالب سرتېری وژل شوی و.
باید وویل شي چې د اسلامي امارت په مشرۍ افغان حکومت تر دې دمه د یادې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.


















