افغانان له مذهبي انشعابه وژغورئ!

امین وردګ

موږ او نوره نړۍ اوس ټول پر دې خبره ښه پوهېدلي یو چې: په جګړو کې د افغان شازلمو د بریا راز یوازې جرئت نه دی، طبعي آزادي یې هم نه ده، یوازي ایماني او وجداني جوش او جذبات هم نه دي، جغرافیایي جوړښت هم نه دی او نه هم یوازې د استخباراتي کړیو د فکري تشبث د امواجو او سګنالونه جزر مد ورته ویلای شو؛ بلکې زموږ (افغانانو) د بریا تر ټولو ستر لامل زموږ وحدت، خپلمنځي مینه او اخلاص دي.

موږ هېڅکله هم منظمه جګړه نه ده کړې او نه مو زده ده؛ فقط ګوریلايي بریدونه کوو او تل مو هدف استقلال وي.

موږ چې کله جګړه پیلوو نو استراتیژي نه ورته جوړوو ؛ فقط توکل پر الله کوو او (د اسلام د حاکمیت تر شعار لاندې) حرکت کوو؛ نه د مدیریت فکر راسره وي، نه د اقتدار؛ نه د ثروت او نه هم د حکومت.

خو مهمه پوښتنه دا ده چې: موږ خو تل په دفاعي حالت کې جګړې کوو (چې د مدافع روحیه د مهاجم د روحیې په پرتله ضعیفه هم وي) خو سره له دې! بیا هم ډېر زر سره منسجمیږي او پر خپلو پښو دریږو؟

د دې خبرې دلائل که څه هم ډېر دي خو تر ټولو اهم یې فکري، کلتوري او مذهبي وحدت دی.

زموږ دښمن له ۱۹۹۰ کالونو راپدېخوا ښه پوه شوی چې افغانان د واحد فکر، واحد کلتور او متحد مذهب خاوندان دي؛ نو تر څو چې په دوی کې د وحدت دغه ستر لوامل موجود وي- ماتوول او راموول یې ګران کار دی، ځکه خو یې ( زموږ د نامرده ګاونډیانو پر مټو) دلته فکري، کلتوري او مذهبي انشعابات رامنځته کړل چې اوس نو بیخي اوج ته رسېدلي او مخنیوی یې ګران کار دی.

دښمن مو اوس پر دې راز ښه پوه دی چې؛ کله خپل حریف مات نشې کړلای نو نفاق ور تزریق کړه او د نفاق اثر تر ټولو زیات په دیني او مذهبي ابعادو کې ممکن وي.

موږ چې هغه بله ورځ لویه برېتانیا ، پرون شوروي اتحاد او نن ناټو پیمان مات کړل او اوس مو دا دی! لله الحمد پوره آزادي هم تر لاسه کړې ده – نو په ټولو مراحلو او زمانونو کې د یادو توحیدي لاملونو زور ؤ؛ ځکه خو زه پوره ډاډ درکوم چې بل وار به پر موږ څوک د نېغ برید جرئت و نه کړي ان شآءالله (البته تر راتلونکو شلو کلونو پورې) مګر هو! د مذهبي انشعاب او فکري تزلزل پر مټو به مو نظام چلنج کړي او ممکن سره پارچه مو هم کړای شي (که ویښ نه شو!)

نو زما توصیه او وړاندیز دا دی چې: دلته باید له حنفي مذهب څخه کلکه دفاع وکړو، ځکه چې زموږ د نه ماتېدلو رمز همدغه مذهبي اتحاد او فکر وحدت دی.

موږ باید دلته نورو افکارو ته ځای ورنکړو.

که څه هم چې زه له مذهبي اختلافاتو، مناظرو او مناقشو سره کلک مخالف یم- مګر د هېواد ساتنه، د اسلامي نظام بقا او له اسلامي ارزښتونو څخه دفاع خپل فرض بولم چې ستر بارز نقش او لامل یې مذهبي وحدت راته ښکاري؛ نو ټول باید کوښښ وکړو چې؛ دلته فقط حنفي مذهب حاکم وساتو او نورو ریښو ته وخت او موقع ور نکړو، چې سبا راته سر درد شي.

دلته تل حنفي مذهب حاکم پاتې شوی او د افغانانو له طبیعت سره ټکر هم نه دی او نه یې په طول د تاریخ کې چا مخالفت کړی؛ ځکه چې د ټولو اقشارو ګټه په همدغه مذهب کې نغښتې ده.

که چېرې موږ په ګډه د مذهبي انشعاب مخه و نه نیسو، نو یقین لرم چې شل کاله وروسته به بیا د نورو اسلامي هېوادونو په توګه نیمچړت مسلمانان شو او حکومت به مو هم په دیني بعد کې پوره مستقل نه وي، چې همدغه موقف دنیاوالو راته خوښ کړي او پر همدې طریقه مو سره پاشي او اتحاد مو له منځه وړي.

موږ ته هېڅکله هم اهل هنودو (سکانو) دلته (په افغانستان کې) ضرر نه دی رسولی او نه شیعه راته رسوولی دی؛ خو دغه ((س…/ب… + د….+ س… او و….)) به مو ټول دیني ارزښتونه را پایمال کړي او له منځه به یې یوسي چې بیا نو قسم که په ټول عمر هم مستقل شو او یا جګړې داسې په مېړانه وګټو لکه اوس او مخکې.

نو ځکه خو وایم چې: که غواړئ پوره مستقل او متمدن شو نو د مذهبی انشعاب مخه ونیسئ او د اسلام په سپین لباس کې دغو ((س…/ب… + د….+ س… او و….)) تورمخو ته وخت او موقع مه ورکوئ.

مربوطه مطالب

Back to top button