د امریکا پرمختیایي ادارې: له افغانستان سره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۱ل)
امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې USAID له لارې افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.
د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې یو اېس ای اي ډي په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ۸۰ میلیونه ډالر به د ملګرو ملتونو د غذا او کرنې سازمان ته ورکړي ترڅو یې د خوړو او کرنې په برخو کې مصرف کړي.
سرچینې زیاته کړې ، د دغې مرستې موخه د هغو افغانانو لاسنیوی کول دي چې له سخت غذایي کمښت سره مخ دي.
دغه راز د یو اېس ای اي ډي لخوا په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف له لارې د افغان نجونو او هلکانو د زده کړو په برخه کې د ۴۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
دغه راز یو اېس ای آي ډي په یوه بله خبرپاڼه کې د افغان ښځو د پیاوړتیا، ځواکمنتیا په برخو کې یې د ۳۰ میلیونه ډالرو نوره مرسته اعلان کړې ده.
باید وویل شي چې د امریکا لخوا دا تازه مرسته په داسې حال کې اعلان شوې چې د تېرې مارچ میاشت راهیسې د نجونو پر ثانوي زده کړو افغان حکومت بندیز لګولی دی؛ خو بیا بیا یې ژمنه کړې ده چې ډېر ژر به د نجونو پرمخ د ښونځیو تړلې دروازې پرانیستل شي.



