پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home په کتاب تبصره

“د سیاسي جوړښت وړاندیز” مخکتنه وشوه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
فبروري 7, 2016
کټګوریانې: په کتاب تبصره
0
13
ځلې شریک شوی
157
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

افغان رسنیز او څېړنیز مرکز او مومند بنسټ

د علمي غونډې په ترڅ کې “د سیاسي جوړښټ وړاندیز” کتاب مخکتنه وکړه

دا هم ولولئ

د” الماسو غمی” ناول باندې یوه لنډه تبصره!

د شهزاده هري د خاطرو کتاب !

په اسلام کې د ږیرې ارږښت اومقام کتاب چاپ شو

6 فروري 2016 / کابل

د افغان رسنیز او څېړنیز مرکز، مومند بنسټ او افغان خپرنځي لخوا د پوهندوی دوکتور عبدالقیوم مومند د کتاب

“د سیاسي جوړښت وړاندیز” مخکتنه وکړه.

د افغانستان د روان سیاسي کړکیچ د سیاسي حل په تکل ښاغلي پوهندوی دوکتور عبدالقیوم مومند “د سیاسي جوړښت وړاندیز” په نوم یوه طرحه او سیاسي حل د کتاب په بڼه چمتو کړی او لیکلی و، چې د یوې علمي ناستې په ترڅ کې د کتاب مخکتنه تر سره او د موضوع اړوند بحث تر سره شو.

افغان رسنيز او څېړنیز مرکز، مومند بنسټ او افغان خپرنځی د نوموړي کتاب د مخکتنې غونډه او د موضوع اړوند علمي ناسته د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د مطبوعاتو د نړیوال مرکز په تالار کې جوړه کړې وه، چې پکښې د هېواد یو شمېر مطرحو سیاسي څېرو، د پارلمان غړو، لیکوالانو او څېړونکو برخه درلوده.

غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه، ورپسې د غونډې پرانیستونکې او د ښه راغلاست وینا د افغان رسنیز او څېړنیز مرکز مشر عبدالجبار بهیر وړاندې کړه، د کتاب موضوع او محتوا ته په کتو يې د افغانستان روان سیاسي حل لارې په توگه دا وړاندیز خورا مهم وباله، لیکوال ته یې په مبارکي وویله او د ناستې له چمتو کوونکو لوریو او مسؤولینو یې مننه وکړه.

د ناستې دوهمه برخه د کتاب مخکتنې ته ځانگړې شوې وه، چې له هغه وروسته د کتاب لیکوال پوهندوی دوکتور عبدالقیوم مومند د خپل تالیف د موخو او د کتاب د محتوا په اړه گډونوالو ته بشبړ معلومات وړاندې کړل او په ډاگه يې کړه، چې په روانو سیاسي پېچلو حالاتو کې زموږ هېواد به د یو داسې سیاسي نظام په رامنځ ته کېدو له بحران څخه خلاصېږي، چې دا نظام په نړۍ کې د پرمختللو سیاسي نظامونو څخه له گټې اخیستنې سربېره د هېواد اړتیاوې او اسلامي افغاني کلتور ته هم پکښې بشپړ درناوی شوی وي او غوښتنې يې پکښې عملا خوندي وي.

د ناستې دریمه برخه د گډونوالو او راغلو مېلمنو مقالې او ویناوې وې، چې لومړی د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت معین ښاغلي شمس زردشت خپله وینا وړاندې کړه له ډاکتر مومند څخه یې مننه وکړه او هیله يې وښوده، چې د هېواد سیاستوال په ځانگړې توگه هغوی چې د نظام په جوړونه او د هېواد په سیاسي جوړ جاړي کې اساسي رول لري له دې وړاندې او طرحې څخه هم گټه واخیستلای شي.

د غونډې بل وینا وال د علومو اکاډیمۍ سلاکار ښاغلي استاذ حبیب الله رفیع وو، چې په خپله مقاله کې یې د هېواد د وروستیو لسیزو او ناورینونو په اړه رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د ثور له کودتا څخه راپدېخوا هر نظام د خپلو گټو او غوښتنو سره سم جوړ شوی دی، نه د هېواد د ملي ارزښتونو او اړینو غوښتنو له مخې.

د کمونستانو نظام د روسي ښکیلاک په چوپړ کې وو، مجاهدین تر بریا وروسته د خپل منځي جگړو ښکار شول، د طالبانو نظام هم په جنگي حالت کې پای ته ورسید او نوې غربي دیموکراسي، چې د هېواد هېڅ درد پرې دوا نه شو هم د امریکایانو لخوا د وارداتي ناسمو مفاهیمو په خدمت کې ده، د بېلگې په توگه د ازاد بازار او ازادۍ په نوم هر څه تر پښتو لاندې شول او په اړه يې د پوښتنې، مسؤولیت منلو او جوړونې لوری ورک دی.

غونډې ته بل ویناوال د افغان کابینې پخوانی وزیر انور الحق احدي وویل:

په اساسي قانون کې تغیر راوستل د دیموکراسۍ یوه برخه ده، اساسي قانون څه قرآني دستور نه دی، چې تغییر یې ناشونی وي، خو هر تغییر او نوښت هم د پرمختگ او مثبتو پایلو پیلامه نه وي، اوسمهال په هېواد کې داسې تغییر او بدولون ته اړتیا ده، چې په پایله کې يې افغانستان ته د امن پیغام راوړل شي او ټولنیز عدالت ته لاره هواره شي.

احدي وویل: زه اصلا د پارلماني نظام ملاتړی یم، ځکه په دې نظام کې یو کس د هر څه د تغییر او سرته رسولو واک نه لري، خو په افغانستان کې زه د ریاستي نظام پلوي یم، هغه ځکه چې یو شخص په مستقیم ډول د ټول ولس لخوا غوره شي، نو د هر چاته رسېدنه او له ډېرو سره راکړه ورکړه ناشونې کوي.

همدا راز احدي وویل: د قوم او مذهب یا دیني ایډیال له مخې د نظام وېشل یو هېواد هېڅکله هم د یو منظم نظام څښتن نه کوي، بلکې تل به د نظام د وېش قرباني وي او دا تقسیم يې د ملت جوړنې په مخ کې خنډ وباله. ښه بېلگه یې د لبنان نظام په گوته کړ، چې په وینا يې تل د مسلمانانو، عیسایانو او لیبرالو تر منځ وېشل شوی پاتې دی.

غونډې ته د سولې سرپرست مشر ښاغلي مولوي عبدالحکیم مجاهد هم خپله مقاله وړاندې کړه، په اسلامي نظام کې يې د احتساب موضوع اړینه وبلله او وړاندیز یې دا دوو، چې د کتاب په راتلونکو چاپونو کې يې دا برخه هم ور اضافه کړل شي.

د کتاب موضوع او سیاسي حل یې روانو حالاتو ته په کتو مهم او خورا گټور وباله او له  ښاغلي ډاکتر مومند يې مننه وکړه، چې د سیاسي او اسلامي دواړو اساساتو او غوښتنو ته په پام يې خپل تالیف او طرحه چمتو کړې ده.

د پارلمان پخواني وکیل او سیاسي څېرې انجنیر محمدافضل احمدزي هم د کتاب په موضوع خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې ازادي او دیموکراسي د هر چا حق دی، خو د یو اسلامي هېواد او مسلمان ولس اسلامي او قومي ارزښتونو ته سپکاوی یا یې بابېزه گڼل هغه څه دي، چې هېواد بحران ته بیایي.

زیاته يې کړه ښه بېگله یې د طلوع تلویزیون د هغو کارکوونکو وژنه ده، چې څو ورځې مخکې د طالبانو د یو تن لخوا يې موټر والوزول شو. ښاغلي احمدزي دا عمل د رسنیو په وړاندې سم و نه باله او د یو انسان په توگه یې وغانده، خو طلوع اداره يې هم پړه وبلله چې د بیان د ازاداۍ له نامه په ناسمه توگه هغه څه ته لاس اچوي، چې په افغان ولس او دې خاوره کې پردی د غرب فرهنگ بلل کېږي او د حساسیتونو زېږنده ده.

ښاغلي احمدزي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: افغانانو تل د یو اسلامي نظام د جوړولو په تکل قربانۍ ورکړې دي، خو لا بریالي شوي نه دي. د روانو ناخوالو او ستونزې د حل لپاره یې د یو داسې سیاسي نظام وړاندیز وکړ، چې باید افغان شموله وي او له افغاني فکره رامنځ ته شوی نظام وي، بهرني وارداتي افکار او وړاندیزونه تل له ستونزو او ناخوالو سره مله وي. د یو سالم او شامل نظام په برخه کې افغانان باید خپلمنځي تفاهم ته د بردیو لخوا په پلان شوو تشکیلاتو او نظامونو ترجیح ورکړي.

د غونډې وروستی ویناوال، د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس ښاغلی زرین انځور وو، چې د کتاب په ژبه او منځپانگه يې خبرې وکړې او په دې برخه کې يې له ښاغلي مومند څخه مننه وکړه. زیاته یې کړه، چې لیکوال خپل فکر او مفاهیم په روانه او ساده پښتو ټکو لوستونکي ته وړاندې کړي دي، چې دا د سیاسي کتابونو د لیکوالانو په ډگر کې د ده یوه ځانگړنه ده. ښاغلي انځور له افغان خپرنځي هم مننه وکړه، چې دا کتاب یې په زړه راښکونکې بڼه چاپ او هېوادوالو ته وړاندې کړی دی.

مخکینې مطلب

موږ ولې اسلام منلی؟

بل مطلب

د زړه ماتې ټوتې مې ټولوم او ورته ژاړم

ځانګړي مطالب

په کتاب تبصره

د” الماسو غمی” ناول باندې یوه لنډه تبصره!

نشرونکی: ح جلال
جولای 25, 2023
په کتاب تبصره

د شهزاده هري د خاطرو کتاب !

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2023
ادب

په اسلام کې د ږیرې ارږښت اومقام کتاب چاپ شو

نشرونکی: ح جلال
مې 26, 2019
ادب

د شهيد مولوي نصرالله منصور پر ژوند او کارنامو لیکلی کتاب چاپ شو

نشرونکی: ح جلال
مې 21, 2019
په کتاب تبصره

قمقمة المرجان 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 4, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com