هند وایي د دیپلوماټانو یوه ډله یې کابل ته رالیږلي ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۱ل)
د هندي رسنیو د خبر له مخې یاد هیواد د ډيپلوماټانو يوه ډله کابل کې خپل سفارت ته را لیږلې ده.
هندي رسنيو دا خبر د هندوستان د بهرنيو چارو د وزير “اېس جې شنکر” په حواله خبر ورکړی، چې په لومړي ګام کې به يې يوازي ډيپلوماټان کابل ته ځي چې د بشري او طبي مرستو، واکسينونو او پرمختيايي پروژو په برخو کې له افغان ولس او حکومت سره همکاري وکړي.
د نوموړي په خبره چې اوسمهال به سفارت ته سفير نه را استوي. د هند د بهرنيو چارو وزارت په تېره جون مياشت کې يو تخنيکي پلاوی کابل ته را استولی و چې بشري مرستې همغږې کړي او دغه راز د هند ډيپلوماټيک حضور ته لاره هواره کړي.
هغه مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د هند د دې ګام هرکلی کړی و او د هغه هېواد تخنيکي ډلې ته يې د ډيپلوماټانو خطاب کړی و.
د یادونې وړ ده چې هندوستان په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي. دغه هېواد تېر کال همدا ورځې کابل کې له هغه وروسته خپل ډيپلوماټيک حضور پای ته ورساوه چې اسلامي امارت د واګو کنترول په خپلو لاسو کې واخیست خو وروستيو اقداماتو ته په کتو يې اټکل کيږي چې دغه هیواد غواړي يو ځل بيا افغانستان کې فعال ډيپلوماټيک حضور ته لاره هواره کړي.



