خیبر پښتونخوا: وسله والو بریدونو کې ۱ پولیس او ۲ پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بره دیر او جنوبي وزیرستان کې په وسله والو بریدونو کې ۱ پولیس او ۲ پوځیان وژل شوي دي.

د بره دير سيمې د شاهي کوټ پوليس تاڼې مشر جهانزېب خان وايي، د دې ضلعې په نصرت دره کې د ماین په چاودنه کې ۲ تنه پوځیان وژل شوي او ۱ بل ټپي دی.

دغه راز په یو بل خبر ويل شوي، پرون جمعه د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه په اعظم ورسک کې وسله والو پر پولیس تاڼه برید کړی دی.

د تاڼې مشر شکیل درانی په وينا، په دې بريد کې يو تن پوليس وژل شوی دی.

تر اوسه د دې بریدونو مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

Back to top button