افغان مجاهد ولسه! ویاړمن إستقلال مو مبارك شه!

لیکنه: مولوي ولي محمد تُراب حقاني
بسم الله الرحمٰن الرحیم
وَ ذَکِّـرْهُـمْ بِأَیّٰـمِ اللهِ، إِنَّ فِيْ ذٰلِك لَاٰیٰتٍ لِّـکُلِّ صَبَّارٍ شَکُوْرٍ⑤ الآیة* *سورة ابراهیم
ژباړه: ای حضرت موسٰی علیه السلامه! ته دوی ته( ستا قوم ته، بني اسرائیل) د الله جل جلاله هغه ورځي ور یادي کړه، کوم چي پر دوی تیري سوې، بېشکه په دې کښې نښانیاني دي د هر صبر کونکي کس او هر شکر ګزاره کس لپاره.
*أفغان، مجاهد او غیور ملته*!
دلته د کفري إشغال ها په مستو څپو او لوی غرور راغلی زبر ځواک دلته نن خاوري سو، دا چي نن مو لویه فتحه او بریمن إستقلال نصيب دى همدا مو د شل کلني جِهادي سپېڅلي مبارزې نتیجه او ثمره ده، تاسو تل له دې سپېڅلیو أتلانو لاس نیوی کړی، هر وخت او هر آن به تاسو دوی ته لارښوني کړي، کله چي به دوی له تندي او له لوږي څخه لاس په سر سوه بیا به یې پر تاسو ږغ کاوه، تاسو دوی د خپلو کورو غړي بللي وه، همدا ستاسو له ایمانیت، مسلمانیت، أفغانیت او إخلاصه ډک نیت وو چي نن دې بریا ته رسېدلي یو، تاسو ته به هغه وخت هم یاد وي چي د شپې به مو د آرام ساه نسوه اخیستلای، د شپې به لار او ګودر راڅخه ورک وه، د شپې به مو د ځنګلونو او تورو بې بانو شپې روڼولې، هره شپه به چاپه، بمبار، او د بې پیلوټه الوتکو درانه درانه ږغونه وه، موږ به له ځانه سره دا فکر کاوه چي خدایه! نن به بیا د چا پر کور ویر، ماتم، درد او غمجنه شپه وي موږ به دا ویل چي نن به بیا څومره تنکيو تنکيو ځوانانو د إسلام د دفاع په خاطر د شهادت جامونه په سر اړولي وي، خو چي کله به د سهار سپېدې وغوړېدې بیا به مو د کلي او ګودر حال ټول کړ د کلي او د څنګ یاران څو تنکي تنکي زلمي به شهیدان وه څوک به زخمیان او چا لپاره به د زندان تور ولچکونو او سختو هتکړیو انتظار کاوه،
*هوکې*!
دا هرڅه تېر سوه زغم مو وکړ د زړه په درد او د زړه په خوږ مو وګالل خو اوس چي متعال څښتن ذات دا لویه فتحه راته نصیب کړې نو دا لویه فتحه لوی شکر غواړي، باید ددې آزادۍ لمانځل په ذکر أذکارو، د رب جل جلاله په یاداښت، او د شهیدانو پر معززو او درنو کرونیو پوښتنه وکړو.
*د خړ پړ سنګر خړ پړ غازي مجاهده*!
هوکې دا منم چي تا لوی إستقلال وګاټه، خو دلته به د دردېدلي ولس غمشریکي او خواخوږي ته هم راځې، همدا ولس وو چي ته یې د فتحي تر درشله ورسولې، همدا ولس وو چي ته یې أتل او فاتح کړلې، همدا ولس وو چي ته یې غازي او مجاهد کړلې، همدا ولس وو چي تاته یې خپل د کور په کمبله کښې ځای درکړ او بیا یې وساتلې، خو نن به ته هم د همدې ولس ښېګڼي نه هېروې، ددې ولس پر سر به د ترحم او شفقت لاس تېروې، ددې ولس پر مخ به ستا د ریاست او وزارت دروازې خلاصي وي، د تلاشۍ پر محال به هغه مجاهد د ولس تلاشۍ اخلي کوم چي ددې ولس په درد او آه خبر وي، ولس مه رټه، ولس ته بد مه وایه، د ولس لپاره د ښو فکر لره، ځکه ده هم ستاسو د ښو فکر کاوه، تر څو چي ستا مخلص نیت له دې ولس سره وي تر هغو به دا ولس ستا او ستا د دې ګټلي مبارك نظام او بریمن إ ستقلال تر شاه په کلک هوډ ولاړ وي.
*مشره مسؤله مجاهده*!
دا چي نن تا کوم إستقلال ګټلی دا خو د رب لا یزال نصرت او ستاسو د قوي عزم نتیجه وه، واقعاً ستاسو د بحر په څېر عظیم متین، د غره په څېر قوي عزم ته مو صد سلام وکړ، نن چي تا کومه بریا لاسته راوړې دلته خو تا په مستقبل کښې ددې بریا د ګټي په خاطر پر خپل ځان هر څه ومنل، زندان، زخم، چاپه، بمبار، لوږو، تندو، او هر قسم کړکېچن حالاتو ته دي اوږه ورکړه له هیڅ قسم قربانۍ دي خپل د تن غوښي او خپل روح درېغ نکړ، د همدې نظام د بریا او الٰهي قانون د برپا لپاره دي هر کس او ناکس ته د څو تنکیو مجاهدینو د پالني او جِهادي إكمال په خاطر عجز او زارۍ کولې، چا به درته په ورین تندي پنځه خواري روفۍ درکړې او چا به د بل پر صدقې هم نیت بد وو، خو بل طرف بیا هم ستا دا الٰهي نیت، قوي عزم، او تربیتي روحیې زموږ دا ناهیلي أُمیدونه را بې روحیې او ضعیف نکړه، موږ ته دي په هر وخت کښې د صبر او إستقامت وینا کوله، زموږ لپاره دي د خپل رب څخه د اتفاق غوښتنه او تمنا کوله، موږ ته دي د اتحاد درس راکولو، موږ دي بې کس او یواځي سر نه یو پرېښودلي، هر وخت دي زموږ د ورځي او شپې تېر غم خوړلی.
*أفغان، مظلوم، او کړېدلې ولسه*!
نور به دلته د رب العٰلمین ذات شکر ادا کړو، دلته به د هغه وروستیو ناخوالو او مفسدو أغراضو ته د پای ټکۍ کېږدو کومو چي مو د أخوت رسۍ او د إتحاد ځنځیر رانه دړي وړي کړ، یو له به په أخوت او ستره لورونه ژوند تېروو، مینه، یو والۍ، او د ښېګڼو ژوند به تېر کړو همدا د همدې سپېڅلي إسلامي نظام غوښتنه او عظیم شکر دی چي موږ به د أخوت او اتفاق ژوند کوو نور دي متعال څښتن ذات دا نطام نه ړنګوي، نور دي لوی رب جل جلاله دا نظام د أفغانانو تر قیامته مېلمه کړي، نور دي لوی خدای جل جلاله دا نظام، ددې نظام سپېڅلي مشران، ددې نظام مبارك حاکمان، ددې نظام سپېڅلي ساتندویه أتلان تر قیامته ژوندي او د خپل حفاظت او أمن تر چتر لاندي وساتي.
آمین ثم آمین.
*خو بیا هم درته وایم زما غیور او مُسلمان ولسه*!
ددې نظام شکر به ادا کوې دا ستر او مقدس نظام ستر ستر شکرونه غواړي، نو نن موږ او تاسو لره پکار ده چي ددې ورځي لمانځنه په ذکر، اذکار، عباداتو، او د اسلامي نظام د بشپړ حاکمیت تر سیوري لاندي په ښه خوشحالي او ښه توګه ولمانځو.



