شعر/ مهاجر

وطنه ازادي او استقلال دي مبارک شه

پر سر د سترو فتحو زرین شال دي مبارک شه

 

په غېږکي دي ها لوخونې ناټو شوه دړې وړي

مننه د ننګونو لوړ کمال دي مبارک شه

 

زما غازی غازي هیواده یو جهان مننه

خوښیو کې څرګند دا نوی حال دي مبارک شه

 

رښتیا چې تاریخې افغانستان یې راته ګران یې

د سپینې ازادۍ پر ټنډه خال دي مبارک شه

 

کلک پاته پر دریځ شوې په جهان کې سر بلند شوې

کردار د نام او ننګ او لوړ مرال دي مبارک شه

 

د لوی احمد شاه کور یې ځکه ګران پر مهاجر یې

در ځار شم در لوګی د فتحو کال دي مبارک شه

#د_اسد۲۴مه

مربوطه مطالب

Back to top button