سوریه: د ترکیې په هوایي برید کې ۱۷ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۱ل)

د سوريې په سرحدي سيمو د ترکيې په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې بريدونه د هغو جنګیالیو پر پوستو شوي چې د ولسمشر بشارالاسد حکومت يې ملاتړ کوي.

د سوريې د بشري حقونو د څار بنسټ چې مرکز يې بریتانیا کې دی په پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو دا يې نه دي ويلي چې وژل شوي کردي وسله وال دي که د سوريې د حکومت پوځيان.

په ورته مهال رسنيو راپورونو کې ويلي چې د ترکيې په بريدونو کې وژل شوي لږ تر لږه درې تنه د سوريې پوځيان دي.

دغه راز ويل شوي چې په پېښه کې د سوريې شپږ نور پوځيان ټپيان شوي هم دي.

د ترکيې د دفاع وزارت ويلي بريدونه يې د کردي جنګياليو له لوري د يوه پوځي د وژل کېدو په غبرګون کې کړي دي چې په پایله کې یې ۱۳ کردي ترهګر وژلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button