سوریه: امریکا د ایران پر ملاتړو وسله والو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې امریکایي ځواکونو د سوریې په “دیرالزور” ولایت کې د ایران د سپاه پاسداران له ملاتړه پر برخمنو وسله والو هوایي بریدونه کړي.

د امریکا دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغو بریدونو امر ولسمشر بایډن ورکړی و او نن چهارشنبه سهار وختي ترسره او د ایراني ملېشو اړوند یو شمېر مهم اهداف پکې په نښه او له منځه وړل شوي دي.

اعلامیه کې راغلي: نني بریدونه د امریکایي ځواکونو د دفاع او خوندیتوب لپاره اړین وو.

امریکا وایي دغه بریدونه یې د روانې میاشتې پر ۱۵ مه سوریه کې د دوی پر ځواکونو شویو بریدونو ته په غبرګون کې کړي دي.

امریکا ادعا کوي چې د ایران له ملاتړه برخمنو وسله والو د اګست پر ۱۵ مه پر “تنف” پوځي اډې چې امریکایي ځواکونه پکې مېشت دي، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي وو.

باید وویل شي چې سوریې او ایران تر دې دمه د امریکا د وروستیو بریدونو په هکله څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button