روسیې د کاناډا په ګڼ شمېر پوځي او سیاسي چارواکو بندیزونه لګولي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ وږی، ۱۴۰۱ل)

روسیې پر دغه هېواد د لوېدیځ له لوري د بندیزونو په ځواب کې د کاناډا پر ۵۵ نورو پوځي او سیاسي چارواکو بندیزونه لګولي دي.

دغه چارواکي به اجازه و نه‌ لري چې د روسیې خاورې ته داخل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه اقدام یې د روسیې پر اتباعو د “اوتاوا” له خوا د لګول شویو بندیزونو په ځواب کې کړی دی.

دې وزارت همدارنګه ویلي،چې د روسیې د عدلیې وزارت د کاناډا درې غیر دولتی سازمانونه هم د نا مطلوبو سازمانو په فهرست کې شامل کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button