بورکینا فاسو: د وسله والو په برید لسګونه کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د غربي افریقا په بورکینا فاسو هیواد کې د وسله والو په برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.

د یاد هیواد د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د اکمالاتو یو کاروان چې پلازمینې “واګاډوګو” ته روان و، د جیبو او بورزنګا د ولسوالیو ترمنځ د لارې په اوږدو کې د وسله والو برید سره مخ شوی، چې له امله یې ۳۵ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي.

د ویلو ده چې د بورکینافاسو په ګاونډي مالي هیواد کې القاعدې سره تړلې وسله والې ډلې فعالې دي چې وخت نا وخت د مالي له پولو تیریږي او په بورکینا فاسو هیواد کې هم په حکومتي ځواکونو بریدونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button