طالب ویاند پاکستان ته؛ خپله خاوره د افغانستان پر خلاف مه کاروئ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۱ل)

په داسې حال کې چې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د پرلپسې غوښتنو وروسته لا هم امریکایي بې پیلوټه الوتکې د پلازمینې کابل او ځینو ولایتونو په فضا کې ګزمې کوي طالب ویاند “ذبیح الله مجاهد” یوځل بیا له پاکستان څخه غوښتنه کړې ده، چې د افغانستان پر خلاف دې د خپلې خاورې د کارولو اجازه چاته نه ورکوي.

طالب ویاند له شمشاد تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې دوی غواړي دا ستونزه هر څه ژر له امریکا سره د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

نوموړي زیاته کړې ده: تر اوسه پورې موږ باور لرو چې دا ستونزه د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کیدای شي. موږ پوهیږو چې پاکستان ښايي دا ونه غواړي، چې فشار پرې راشي، ځکه چې هر هېواد د خپلې خاورې او فضا ساتنه کولای شي، باید داسې وکړي چې ګاونډیان یې زیانمن نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پلازمینه کابل او د ځینو ښارونو پر فضا د امریکا د بې پیلوټه الوتکو ګزمو خلک ترهولي کابل ټکی کام ته ځینو کسانو ویلي، چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو ګزمو ترې روحي سکون اخیستی او له “اسلامي امارت” غواړي چې ژر تر ژره دې ستونزې ته یوه حل لاره پیدا کړي.

باید وویل شي چې د طالب ویاند تر څرګندونو وړاندې د اسلامي امارت د دفاع وزیر “ملا محمد یعقوب مجاهد” او د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر “اینجینر ګلبدین حکمتیار” هم پاکستان تورن کړی و، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته یې د افغانستان پر خلاف د خپلې فضا د کارولو اجازه ورکړې ده؛ خو پاکستان بیا بیا دا تورنه رد کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button