د انلاین فورمو له لارې د پاسپورټ د چاپ ورځینی ظرفیت لوړ شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۱ل)

د پاسپورټ عمومي رییس پاسوال مولوی عبدالحکیم حمیدي وايي، د پاسپورټ غوښتونکو د اړتیاوو د ښه حل او غوښتنو ته د رسېدو په موخه د دغې ریاست رهبري پرېکړه کړې، ‏چې د انلاین خدمتونو له لارې د پاسپورټونو د چاپ او وېش ظرفیت د ورځې ۴ زره انلاین فورمو ته لوړ کړي.

د پاسپورټ عمومي رييس زياته کړه، دا لړۍ په داسې حال کې زیاتیږي، ‏چې يو شمېر اوسېدونکي د نېټې په ورکړه کې له ستونزې سره مخ وو چې په ترڅ کې به یې ستونزې راکمې او چارې به یې په کم وخت کې ترسره کیږي.

‏دغه راز د اسانتيا او ښه چلند په موخه اړوند مسوولينو ته لارښوونه شوې چې د انلاین فورم کې د نورې اسانتاوې هم رامنځته کړي تر څو خلک وکولای شي خپل اسناد د انلاین سیستم له لارې بشپړ او پاسپورت په کمه موده کې ترلاسه کړئ.

مربوطه مطالب

Back to top button