د بشري مرستو ۴۰ میلیونه ډالري کڅوړه کابل ته را ورسېده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن ۴۰ میلیونه امریکايي ډالره نغده مرسته کابل ته راورسېده.
د افغانستان بانګ وايي، چې افغانستان ته د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه افغانستان ته را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د افغانستان بانک د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې او قدردانۍ تر څنګ له دوی څخه غوښتنه کړې چې د بانکي سکتور په برخه کې هم تعامل او همکاري ولري او له افغانستان سره د بانکي اړیکو زمینه برابره کړي.
د افغانستان بانک په اعلاميه کې راغلي: چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی پر دې باور دی چې افغانستان ته له هرې اصولي لارې د اسعارو راتګ نیک ګام دی او له نړيوالې ټولنې غواړي چې د بانکي سکتور له لارې خپلې بشري مرستې له افغانستان سره تر سره کړي.


