د کرکټ ملي لوبډله: د پاکستان پر وړاندې سبانۍ لوبې ته پوره چمتووالی لرو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې سبانۍ لوبې ته پوره چمتووالی لري.

 د ملي لوبډلې ستوري لوبغاړي رحمان الله ګربز، فضل الحق فاروقي او حضرت الله ځاځی د یادې سیالۍ په اړه وایي ويلي، چې د ملي لوبډلې افغان اتلانو د پاکستان پر وړاندې راتلونکې لوبې ته په ښه توګه تمرینات ترسره کړل.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به د اسیا جام سیالیو په دویم پړاو کې خپله دویمه لوبه سبا چهارشنبې په ورځ د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.

دا لوبه سبا ماښام ۶:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې پيلېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button