پاکستان راتلونکو درېیو کلونو کې ۴۵۰۰ افغان زده کوونکو ته بورسونه ورکوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي “محمد صادق خان” پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د راتلونکو درېیو کلونو لپاره افغان زده کوونکو ته ۴۵۰۰ بورسونه ورکوي چې له لارې یې دوی کولی شي د پاکستان په بېلا بېلو پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.
د نوموړي په خبره ددې بورسونو درېیمه برخه ښځينه زده کوونکو ته ځانګړې شوې ده.
دغه پاکستاني چارواکي ویلي چې پاکستان پر دې بورسونو دوولس میلیارده کلدارې لګښت کوي.
باید وویل شي چې پاکستان تر دې وړاندې هم په بېلا بېلو برخو کې افغان زده کوونکو ته د زده کړو لپاره بورسونه ورکړې دي.



