کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې اسرائیلي اشغالګرو د سوریې د “حلب” ولایت په هوایي ډګر توغندیز بریدونه کړې دي.
سپوتنیک خبري اژانس د سوریې د دولتي تلویزیون په حواله خبر ورکړی، چې دغه بریدونه پرون ماښام ناوخته ترسره شوي او په لاذقیه او حلب کې د سترو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې تېر ماښام اسرائیلي دوښمن د حلب نړیوال هوایي ډګر په څو توغندیو وویشت چې له امله یې دغه هوایي ډګر له فعالیته وتلی دی.
باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې اسرائیلي اشغالګر په سوریه کې په مهمو اهدافو بریدونه کوي بلکې تر دې مخکې یې د تېرې میاشتې په ۳۱ مه نېټه هم د حلب نړیوال هوایي ډګر باندې بریدونه کړي و چې له امله یې ځاني او مالي زیانونه اوښتې و.


















