شعر
مدثر همراز
څه دي شوي او څه کیږي خانه، پاڅه
د غفلت په خوب ویده انسانه، پاڅه
ژوند دی مرګ دی ډیرې سختې مرحلې دي
شه خبر په زور او زیر له ځانه، پاڅه
زړه یې نه مني هر څه پکې ممکن دي
دا جنت نه دی دنیا ده ګرانه، پاڅه
نیمه شپه ده وخت د راز دی او دناز دی
شابه زر،درنه لوګی شم جانه، پا څه
نور تر څو به د حالاتو ننداره کړې
بس دی یاره لاس په کار شه ځوانه پاڅه
خوب ته وخت نه وینم کمه زندګي ده
ډیر کارونه دي همراز جانانه پاڅه