هند په افغانستان کې د ديپلوماتیک ماموریت پراخولو تر څنګ خپلې رغنیزې پروژې هم له سره پيلوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، هند په افغانستان کې د خپل ديپلوماتیک ماموریت د پراخولو تر څنګ خپلې رغنیزې پروژې هم له سره پيلوي.

والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله لیکلي، چې دوی دمګړۍ د خپل سفارت له لارې بشردوستانه خدماتو ترسره کولو چاره روانه ساتلې، خو په پلان کې دي چې ديپلوماتيک ماموريت لا پراخ کړي.

په کابل کې د هندي سفارت د امنيتي مسؤولينو د ورکړو معلوماتو پر بنسټ اوسمهال د هند ديپلوماتيک فعاليت محدود دی چې په وينا يې په سفارت کې شاوخوا ۶۰ مامورين او امنيتي عمله شتون لري.

خو د يادې سرچينې په خبره، ممکن هند په افغانستان کې د ديپلوماتيک فعاليت د پراخوالي ترڅنګ خپلې نيمګړې رغنیزې پراختيايي پروژو د بشپړولو چاره هم کار هم پيل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button