طورخم کميساري: کډوالو سره د “UNHCR” د نغدي او نورو مرستو پروګرام بيا پيلېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۱ل)

د ۱۴۰۱ل کال د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۱۶ نېټه د UNHCR د مشرقي زون د ساتنې عمومي مسوول ښاغلي حاجي فهيم او ورسره سينئر افسر پرويز خان په طورخم کې د طورخم کميسار ښاغلي مولوي محمد صديق «خالد» سره د بېرته راستنېدو نکو کډوالو د اسانتياو رامنځته کولو په اړه بحث او خبرې کړي دي.

د يوان اچ سي آر مسوولينو ويلي، چې ډېر ژر به د ماشومانو د صحت او ساتنې په اړه يو پروګرام په لاره واچوي.

دغه راز د يو ان اچ سي آر مسوولينو زياته کړې، چې دوی په پلان کې لري ترڅو يوځل بيا هېواد ته د بېرته راستنېدو نکو کډوالو لپاره د سرپناه، صحت او نغدي مرستو پروګرام پيل کړي.

د يو ان اچ سي آر د مسؤولينو په وينا، تر دې وروسته چې هرڅوک هېواد ته د کډوالۍ په موخه راستنیږي، نو د في نفر پر سر به ورته د يو ان اچ سي آر مؤسسې له خوابه ورته د نورو مرستو ترڅنګ ۳۷۵ ډالره نغدي مرسته ورکول کېږي.

د تېر حکومت پر وخت هم د يوان اچ سي آر مؤسسې بېرته راستنېدو نکو کډوالو ته د يو نفر پر سر د څلورسوه ډالرو په شاوخوا کې نغدي مرسته کوله، خو دا لړۍ د تېر يوه کال راهیسې ځنډيدلې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button