کرکټ: افغانستان د اکتوبر پر ۱۹مه پاکستان سره تمریناتي لوبه کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۱ل)
د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، چې اسټرالیا کې يې د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو لړ کې د هرې لوبډلې لپاره د تمریناتي لوبو نېټې اعلان کړې دي.
سرچينه زياتوي، افغانستان په دې لړ کې د اکتوبر پر ۱۷مه بنګله دېش او د اکتوبر پر ۱۹مه پاکستان سره تمریناتي لوبه کوي.
دا اعلان داسې مهال کېږي چې همدا تېره ورځ د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو کې د آسیا جام لوبو کې سره مخامخ شوې.
پرونۍ لوبه سخته او په زړه پورې وه او پاکستان په وروستي آور کې په یوه وېکټه وګټله.
د يادونې ده، چې د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالیو اصلي پړاو د راتلونکې اکتوبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه پیلېږي.
افغانستان په دې سیالیو کې له کوربه هېواد اسټرالیا، انګلنډ او نیو زیلنډ سره په لومړي ګروپ کې دی، او خپله لومړۍ لوبه به هم د اکتوبر پر ۲۲مه نېټه له انګلنډ سره کوي.



